په سیمه کې د طالبانو له سیاسي تحرکاتو سره هممهاله دغه ډلې خپل بریدونه هم ډېر کړي دي. تازه یې په ځينو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو ګڼ بریدونه کړي. په غور کې یې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده او په بلخ ولسوالۍ کې یې بیا موټر بم برید ورباندې کړی دی. بلخوا په کابل کې بیا ولس د سولې غوښتنه کوي، دوی په لویه غونډه کې پر دواړو لورو غږ وکړ چې نور دې افغانوژنه ودروي او د سولې لپاره دې عملي ګامونه اوچت کړي. کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې طالبانو په تېرو دوو اونیو کې لسګونه بریدونه کړي او ملکي وګړي یې وژلي دي.
طالب پلاوی د سولې په تړاو په پاکستان کې دی، خو په افغانستان کې د دې ډلې خونړي بریدونه روان دي. پرون طالبانو په بلخ ولایت کې د بلخ ولسوالۍ په مرکز کې د افغان ځواکونو پر یوه قرارګاه ځانمرګی برید وکړ. د لومړنیو معلوماتو له مخې، برید په داسې یوه ساحه کې شوی دی چې هلته یو حیواني کلینیک هم شته او د پېښې ډېری تلفات ملکي وګړو ته اوښتي دي. له سیمې رسيدلي انځورونه خورا بوږنوونکي دي او پکې ښکاري چې په سیمه کې د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي او د ځاني تلفاتو تر څنګ درانه مالي تلفات هم ورته اوښتي دي.
ملي دفاع وزارت وایي چې په پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي. په بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي د یادې مرګ ژوبلې د تایید تر څنګ وایي، چې په پېښه کې تر پنځه دېرشو پورې ملکي وګړي ټپیان او دوه کسه وژل شوي دي. ملي دفاع وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه تایید کړې ده؛ خو وایي تر ټولو ډېر تلفات په سیمه کې د ملکي وګړو کورونو ته اوښتي دي.
له دې برید څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو اعلامیه خپره کړه او مسوولیت یې ومانه. دوی افغان ځواکونو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کړې ده. له دې سره جوخت طالبانو په غور ولایت کې هم پر افغان ځواکونو خونړی برید کړی دی او تلفات یې اړولي دي. په پېښه کې د ملي اردو شپږ سرتېري ټپیان شوي هم دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت بیا ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ۷۸۱ ترهګریز فعالیتونه کړي دي، چې ۸۸ ملکي وګړي یې له امله وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین مسیر ورځپاڼې ته ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپل بریدونه ډېر کړي دي او دا د دې سبب شوي، چې ملکي تلفات لوړ شي. آرین وایي چې د طالبانو په بریدونو کې د ۸۸ ملکیانو پر وژل کېدو سربېره، ۱۳۳ نور ټپیان شوي هم دي. هغه زیاتوي: «طالبانو پر افغانانو خپل بریدونه ډېر کړي دي. پر ملکیانو برید ستر بشري جنایت دی او موږ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کوو چې له ورته ترهګریزو فعالیتونو لاس واخلي».
بلخوا پرون په کابل کې بیا یوه ستره ولسي غونډه شوې وه او ګډونوالو یې ژر تر ژره د سولې د خبرو پیلېدل غوښتل. د دې غونډې ګډونوالو پر طالبانو او حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د عملي او رښتینې سولې لپاره هڅې پيل کړي او په دې توګه دې پر ملکي وګړو تحمیل شوې جګړه ختمه کړي. د دوی په خبره، د جګړې تر ټولو ستر زیان او درنه مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوړي او دوی نور له جګړو ستړي شوي دي. د غونډې ګډونوالو دغه راز وویل چې د سولې د راوستو لپاره به یو ستر ولسي خوځښت رامنځ ته کړي چې دوی به پر دواړو لورو د جګړې د پای ته رسولو لپاره فشارونه راولي.












