چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د سولې په راوستو کې د ولس ونډه او تلپاتې سوله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 16, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د سولې په راوستو کې د ولس ونډه او تلپاتې سوله
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې په راوستو کې د ولس ونډه او تلپاتې سولې په نوم د ښاغلي دکتور مصباح الله عبدالباقي د خبرو لنډیز:

ولس چا ته ویل کیږي؟

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

أ– ټول هغه مؤثر جهتونه چې په خلکو کې ځای لري او  خلک پرې اعتماد کوي؛ د ولس برخه حسابیږي. یوازې هغه خلک ولس نه بلل کیږي چی زور، ځواک او پیسې ورسره وي او خلک یې له وېرې خبره مني.

ب– د ولس هغه خاموش اکثریت چې له سیاسي لوبو څخه بې زاره دي، مګر سولې ته لیواله دي.

ج-  هیله دا ده چې هېڅ یو جهت (هغه که حکومت وي او که طالبان) په یوازې ځان د دې ادعا ونه کړي، چې هغه ملت تمثیلوي، له همدې امله مونږ باید کوښښ وکړو چې د سولې په بېلابېلو برخو کې د ملت مؤثر جهتونه همکار او سهیم واوسیږي، څو د سولې پروسه کامیابۍ ته ورسیږي.

ولسي ونډه څه مانا لري؟

لومړی: د سولې کومه شورا چې د دولت په کچه رامنځ ته شوې ده، هغه باید په واقعي شکل د ولس غږ منعکس کړي.

دویم: دا شورا باید یوازې د دولت له لوري له معرفي شوو کسانو څخه جوړه نه وي، بلکې په ټولنه کې مقبولیت درلودونکي علما، پوهان او داسې قومي مشران چې په ټولنه کې وزن ولري، په دې شورا کې ګډون ولري.

درېیم: په سوله کې باید د بون تجربه تکراره نه شي، چې سیاسي قدرت د یو- دوو جهتونو تر منځ د تقسیم قضیه مطرح شي او بیا هغه فیصله په ملت تحمیل شي، چې د هغې په نتیجه کې بیا شخړې او ګډوډۍ ایجادېدلی شي.

څلورم: په بین الافغاني خبرو اترو کې باید په کلیدي مواردو لکه: د عبوري مرحلې، د نظام نوعیت، د طالبانو د راتګ عملي شکل به څرنګه وي، باندې په تفصیل خبرې وشي او نور تفصیلي قضایا باید په دې خبرو اترو کې بحث نه شي لکه: (خارجه پالیسي، اردو او فوځ، اجباري مکلفیت، تعلیمي نظام، تجارت او داسې نور). دا ځکه هرڅومره چې خبرې تفصیلي کېږي، مسائل پیچیده کیږي او نتایجو ته رسېدل پکې پیچلي کېږي او هرڅومره چې خبرې اوږدیږي، هومره پکې د لاسوهنې فرصتونه زیاتیږي او د ناکامۍ چانسونه یې زیاتیږي او دویم دا چې دا لږ خلک د ولس رایه او نظر نه شي منعکس کولی؛ بلکې زیات په میکانیزمونو باندې باید بحث وشي او تفصیلي قضایا بیا د هغو میکانیزمونو له لارې حل شي. د بېلګې په توګه، په دې اتفاق وشي چی مونږ په افغانستان کې یو اسلامي نظام غواړو چې د خلکو د رایو او باور په نتیجه کې رامنځ ته شوی وي، خو د دې عملي صورت به څرنګه وي، دا باید د اساسي قانون تعدیل ته پرېښودل شي او د هغه لپاره میکانیزم وټاکل شي چی څرنګه باید پکې تعدیل راوړل شي. همدا اوسنی میکانیزم چې په اساسي قانون کې پیشنهاد شوی دی، همدا درست دی او که کوم بل میکانیزم پشنهادیږي هم، کومه مشکله خبره نه ده.

پنځم: داسې قضایا چې هغه اجتهادي قضایا وي او د اسلامي امت علما پکې متفاوت نظرونه لري، په داسې قضایاوو کې باید په یو اجتهادي نظر د تحمیلولو اصرار شاید قضایا د بن بست لور ته یوسي، نو په داسې قضایاوو کې د ملت د علماوو او پوهانو هغو نظریاتو ته اهمیت ورکول هم د ولس د ونډې یو مظهر دی. د بېلګې په توګه، له ځینې مولوي صاحبانو سره دا تصور دی چې ګویا د هېواد د زعامت د انتخاب لپاره د خلکو رایو ته مراجعه کول درست نه دي او دا دې څه غلط فهمیو په نتیجه کې تحاکم الی الطاغوت ګڼي، حال دا چې د امت بې شمېره علما دا کار د اسلام له روح سره متناسب ګڼي.

شپږم: د سولې په راوستلو کې د ولس یوه بنسټیزه ونډه دا هم ده چې د ولس له منځ څخه د راټوکېدلو جریانونو څخه داسې یو درېیم‌ګړی جهت وجود ولري، چې د خبرو اترو څارنه وکړي. د اړتیا په وخت کې منځګړیتوب، د مشکل په وخت کې مشوره او تعنت او عناد په وخت کې فشار وارد کړي، په بشپړ ډول د خبرو اترو په جریان کې وي، ټول جریانونه له خلکو او ولسونو سره شریک کړي او هر څوک چې مشکل ایجادوي، لومړی یې د اصلاح کوښښ وکړي او که نتیجه ورنه کړي، نو له ولسونو سره یې خبره شریکه کړي او د ولسي فشار له لارې پرې خبره ومني.

اووم: د خبرو اترو د بې ځایه اوږدولو د مخنیوي لپاره کار او فعالیت کول او کوم لوری چې وغواړي بې ځایه خبرو د بې ځایه اوږدولو کوښښ وکړي، پر هغه باندې ولسي او ټولنیز فشار وارد کړی شي.

اتم: دا درېیم ګړی جهت باید دې ته متوجه وي، چې که د سیمې او نړۍ استخباراتي شبکې په خبرو اترو د اغېز کوښښ وکړي، دا هم د ټولنې له خلکو سره شریک کړي او د مخنیوي لپاره یې هڅه وکړي.

نهم: د تفاهمنامې له لاسلیک وروسته د دې څارنه کول چې د تفاهمنامې ټول بندونه په عادلانه توګه تطبیق شي.

د ولس ونډه څومره مؤثریت لري؟

حقیقت دا دی چې یوازینۍ مؤثره وسیله ولس او ټولنې ته مراجعه کول دي او د سولې د داعیې تر شا د ولس درول دي، مخکې چې په افغانستان کې د سولې او استقرار څومره هڅې ناکامې شوې دي، د هغوی ټولو بنسټیز لامل دا و چې د مسلحو ډلو له لوري ولس تر تهدید لاندې نیول شوی و، له همدې امله په هغه وخت کې چی هر نظام رامنځ ته شوی دی، چون په ملت کې یې ریښې نه درلودې، نو دفاع یې ترې نه ده کړې.

اوس هم که ولس په هغه نظام باوري نه وي چې د دې خبرو اترو په نتیجه کې به رامنځ ته کېږي، نو د ولس مؤثرې پرګنې به یې تر څنګ نه وي ولاړې او بیا چې هر څوک د هغې په مقابل کې راولاړیږي، ملت به یې په اړه بې تفاوته وي، مګر که ملت يې تر څنګ ودرېده، نو د ټولنې هر مؤثر قشر به ترې دفاع کوي او نظام به په مستحکمو پایو ودریږي.

د ولسي کار او ولسي فشار وسایل

د سولې په اړه د ولسي کار او د ملت د تایید د تر لاسه کولو لپاره د ټولنې مؤثر او بې طرفه وګړي د مؤثر تشکل په لیکو کې راټولول.

د دې تشکل له لوري د ټولنې له مؤثرو قشرونو سره نږدې اړیکې ساتل او هغوی متحرک کول او په پرله پسې توګه د سولې په اړه د هغوی متحرک ساتل.

د سولې په اړه رسنیز فعالیتونه او له رسنیو سره مرکې، په سوشل میډیا کې قوي کمپاینونه، د سوشل میډیا لپاره قوي ټیم برابرول او هغه فعال ساتل.

د سولې د ټینګښت په موخه د افغانستان په کشاله کې د دلچسپي لرونکو او ښکېلو بهرنیو هېوادونو له سیاسي نماینده‌ګیو سره اړیکې او لیدنې کتنې.

مظاهرې، لاریونونه، سمینارونه او ډول ډول ابتکاري پروګرامونه چې د ملت، نړۍ او رسنیو توجه راجلب کړي او له دې لارې د سولې په اړه د ولس غږ خلکو ته ورسیږي.

د سولې لپاره له دواړو مرکچي پلاوو سره د نږدې اړیکو ساتل، له هغوی سره د همکارۍ، مشورو، منځګړیتوب، د علمي نظرونو د شریکولو او د خبرو اترو د شفاف ساتلو په موخه له ولس سره د پرمختګونو د شریکولو په موخه، له علماوو او پوهانو څخه یو ټیم ټاکل څو د خبر اترو د بهیر څارنه وکړي.

Previous Post

مطالعه مو شتمنوي هم

Next Post

د ګوګل پیاوړې کامرې لرونکی موبایل

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د ګوګل پیاوړې کامرې لرونکی موبایل

د ګوګل پیاوړې کامرې لرونکی موبایل

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د جنایتونو دوام او د ارګ د بې پایلو څېړنو ژمنې

د جنایتونو دوام او د ارګ د بې پایلو څېړنو ژمنې

نوومبر 8, 2020
د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده

د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده

فبروري 5, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved