چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د سیاسي موخو لپاره پر ملکي وګړو بریدونه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 1, 2020
in تبصرې
0
د سنګین وحشیانه برید او له ولس سره له دښمنۍ ډک زړونه
636
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هلمند سنګین ولسوالۍ ته ورغلي خبریالان د سیمه‌ییزو خلکو په حواله وايي چې د وړمې ورځې بریدونه په سیمه کې د ملي اردو ځواکونو کړي دي. د هاوان په دغو بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. ټول شهیدان شوي او ټپیان شوي ملکي وګړي دي چې پکې سپین ږیري او ماشومان هم شامل دي. د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم وايي چې د دوی موندنې ښيي، بریدونه د ملي اردو ځواکونو کړي دي. تر دې وړاندې په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو او د هلمند چارواکو ادعا کړې وه چې دا بریدونه طالبانو کړي دي او آن ویلي یې وو چې د ملکي وګړو په منځ کې ځانمرګی برید یا چاودنه شوې ده، خو طالبانو بیا حکومتي ځواکونه د دغه بریدونو مسوول ګڼلي وو.

اوس چې د دغو ملکي وګړو قاتلین معلوم شوي، څه به ورسره وشي، څه باید وشي او څنګه د دغه ډول پېښو د تکرار مخنیوی کېدلی شي؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د جګړې ښکېل لوري چې کله ملکي وکړي ووژني، نو بیا یا یو مخ انکار کوي او پېښه تحریفوي او یا هم پړه پر بل لوري ور اچوي. کله چې پېښه ډېره رسوا شي او د پټولو نه وي، بیا د څېړنو او پلاوو ټاکلو خبره یاده شي، څو د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندي. د هېڅ پلاوي د څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې نه شوې او نه هم د ملکي وګړو وژونکي له محاکمې سره مخ شول. حکومت او طالبان دواړه وايي چې موږ ملکي وګړي نه وژنو او بیا بیا خپلو جنګیالیو ته دا خبره کوي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړئ. له دواړو اړخونو د ملکي وګړو د وژنې مستندې پېښې شته. داسې پېښې شته چې طالبانو ملکي وګړي وژلي دي، دا چې تېروتنه ده او که قصدي، جلا بحث دی، خو طالبان باید په دې اړه خلکو ته ځواب ووايي. ولې دا کار شوی او له عاملینو سره یې څه چلند شوی دی؟ که په دې اړه څوک محاکمه شوي وي او جزا یې لیدلي وي، باید خلک خبر شي. دغه راز حکومتي ځواکونو هم بیا بیا ملکي وګړي وژلي دي. همدا د هلمند او تر هغې وړاندې د بلخ پېښې یې واضح مثالونه دي. اوس دې حکومت ووايي چې ولې یې دا ملکي وګړي وژلي؟ چا وژلي؟ له وژونکو سره به څه کوي او په راتلونکې کې څه ډول د دغه ډول پېښو مخنیوي کوي؟ که ښکېل اړخونه دا کار نه کوي، نو واضح ده چې دوی ته د ملکي وګړي ژوند مهم نه دی. آن دا شک هم کېږي چې دوی به په تېروتنه نه، بلکې په قصدي او شعوري ډول د خپلو سیاسي موخو لپاره ملکي وګړي وژني.

د ملکي وګړو وروستۍ وژنې او بیا پکې ابهام او ګونګوالی پیدا کول ښيي چې ملکیان د سیاسي موخو لپاره وژل کېږي. اوس د دې وخت دی چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره سیاسي فشارونه زیات شي. ولس باید په دې چاره کې ډېر فعال رول ولوبوي. د بشري حقونو سازمانونه او فعالین هم باید جدي نظارت وکړي او خپل غږ پورته کړي. د دې تر څنګ سیاستوال او سیاسي ګوندونه هم باید په دې چاره کې واضح دریځ ولري او د نظارت تر څنګ په دې برخه کې جدي غبرګون وښيي. تر هغو چې یو پیاوړی څار او جدي غبرګون نه وي، د سیاسي موخو لپاره به د ملکي وګړو وژنې همداسې روانې وي او آن د لا زیاتېدو وېره یې هم شته ده.

Previous Post

د افغانستان،‌ امریکا او روسیې تر منځ څه روان دي؟

Next Post

په غزني کې پر نږدې څلورو زرو بزګرانو د کرنې اړونده توکي او درمل وېشل شوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په غزني کې پر نږدې څلورو زرو بزګرانو د کرنې اړونده توکي او درمل وېشل شوي

په غزني کې پر نږدې څلورو زرو بزګرانو د کرنې اړونده توکي او درمل وېشل شوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

محب: په هېواد کې د جګړو شدت ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه اندېښمن کړي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

جولای 7, 2021

Slot Games Download Australia

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved