چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

 د شریعت پلي کول، لومړیتوبونه او ستونزې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2022
in تبصرې
0
د نجونو د ښوونځیو د پیلولو هڅې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اسلامي امارت په کابل ښار کې د تفریحي پارکونو مسوولینو ته ویلي چې په اونۍ کې درې ورځې به ښځو او څلور ورځې به نارینه‌‌و ته ځانګړې کوي. ددې تر څنګ په یو بل ګام کې بهرنیو هېوادونو ته له محرم پرته د ښځو پر تګ هم بندیز لګېدلی دی او نور ښځې نه شي کولای چې د هوايي ډګرونو له لارې له محرم پرته بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي. چارواکي وايي چې دا ګامونه یې د شریعت د پلي کېدو لپاره اخیستې دي.

اسلامي امارت د اشغال ختمول او د اسلامي نظام جوړول خپلې دوې سترې موخې ګڼلې او د همدې لپاره یې شل کاله مبارزه وکړه. له دې دوو وروستیو ګامونو وړاندې یې ځیني نور کارونه هم کړي چې ځینې یې لانجمن شوي دي. د اسلامي شریعت پلي کول په طبیعي ډول د بهرنیانو په ځانګړي ډول د لوېدیځوالو د اندېښنې وړ ګرځي او هغوی پر دغو کړنو سختې نیوکې کوي. په کوردننه خلک بیا د شریعت د پلي کولو ملاتړ کوي، خو ورسره تل دوې اندې‍ښنې شته او هغه دا چې ځیني کارونه د شریعت د پلي کولو پر ځای خلک له ستونزو سره مخ کوي او ځینې بیا داسې دي چې په لومړیتوب کې نه راځي او پکار ده چې تر هغو وړاندې نورو مهمو مسایلو ته پام وشي.‌ د بېلګې په ډول په پارکونو کې د ښځو او نارینه‌و د ورځو بېلول کوم لومړیتوب نه دی او له بله اړخه اوس که یوه کورنۍ وغواړي چې پارک ته ولاړه شي، نو څه به کوي!؟ یا هم دا چې ‍ښځې د جمعې په ورځ تفریحي پارک ته نشي تللای، په داسې حال کې چې جمعه رخصتي وي او خلک په همدې ورځ تفریح ته ځي. ددې چارې لپاره ښه او اسانه لاره دا وه چې پارکونه په دوو برخو ویشل شوي وای، چې یوې برخې ته یې کورنۍ ورتللای او بلې برخې ته یې یوازې نارینه پرېښودل کېدای. دغه راز بهر ته له محرم پرته د ‍ښځو د تګ مخنیوی هم لانجمنه چاره ده. لومړی خو دا چې محرم یوازې خاوند نه دی، بلکې پلار، ورور، زوی، کاکا، ماما، لمسی او نیکه هم په محرم کې راځي، اوس به دا څوک معلوموي چې له ښځې سره روان کس یې محرم دی او که نه!؟ له بله اړخه که په هوايي‌ ډګر کې دا چاره عملي شي، زموږ ګاونډیو ته به د تګ پر مهال دا چاره څوک او څنګه عملي کوي!؟ بل د لومړیتوب له اړخه تر دې مهمه چاره دا ده چې همدا اوس هره ورځ زرګونه ښځې او نارینه په ډېر ناوړه حال کې په تورخم او چمن کې پر ډیورنډ کرښه اوړي را اوړي، چې نه له شرعي اړخه په مناسب حالت کې دي او نه هم له انساني اړخه او په کار ده چې جدي پام ورته وشي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د شریعت عملي کول د هر مسلمان افغان غوښتنه ده او پکار ده چې عملي شي، خو لومړیتوبونه باید هېر نه شي او تر څنګ یې باید د شریعت د عملي کېدو په پلمه داسې ګامونه وانه خیستل شي چې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړي.‌

Previous Post

د روسیې او اوکراین ترمنځ؛ د مذاکراتو بل پړاو په ترکیه کې ترسره کېږي

Next Post

د لوهانسک روسي پلوه مشران له روسيې سره د يو ځای کيدو ټولپوښتنه کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د لوهانسک روسي پلوه مشران له روسيې سره د يو ځای کيدو ټولپوښتنه کوي

د لوهانسک روسي پلوه مشران له روسيې سره د يو ځای کيدو ټولپوښتنه کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بېنېټ: د بیان له ازادۍ انکار د بشري حقونو د کړکېچ زیاتوالي لامل کېږي

بېنېټ: افغان سرپرست حکومت دې اساسي بشري حقونو ته پام وکړي

دسمبر 27, 2022
د چين سوداګرۍ وزارت: ګډې ګټې د چين او امريکا د تجارت جوهري ټکی دی

د چين سوداګرۍ وزارت: ګډې ګټې د چين او امريکا د تجارت جوهري ټکی دی

اپریل 15, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved