چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د عارف وزیر شهادت؛ د بښنې نړیواله اداره: پاکستاني چارواکي دې ژر تر ژره پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 3, 2020
in افغانستان
0
د عارف وزیر شهادت؛ د بښنې نړیواله اداره: پاکستاني چارواکي دې ژر تر ژره پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي
939
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې پر غورځنګ د بریدونو په دوام یو ځل بیا ناپېژانده وسله والو د دغه غورځنګ پر مهم غړي سردار عارف وزیر برید وکړ چې وروسته یې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه. نړیوالو بنسټونو او په سیمه کې مشهورو سیاستوالو دغه برید غندلی او پر پاکستاني حکومت یې غږ کړی چې د برید عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي په څنګزنه توګه د پاکستان حکومت د دغه برید په ترسره کولو تورنوي او خبرداری ورکوي چې د دوی زغم نور ختم شوی دی او باید خپل غچ واخلي.

وړمه ورځ جمعه ماښام مهال د سویلي وزیرستان په واڼه کې وسله والو کسانو پر عارف وزیر برید وکړ. هغه په لومړي سر کې سخت ټپي و او د سیمه ییز روغتون په عاجله څانګه کې بستري شو، خو پرون یې په اسلام اباد کې په یوه روغتون کې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه. د راپورونو له مخې، عارف وزیر د خپلې کورنۍ اتلسم غړی دی چې د پاکستاني حکومت او استخباراتو د ظلمونو له امله وژل کېږي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

دغه پېښې په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګون پارولی دی. د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پاکستاني حکومت تورن کړی چې د دغه ډول کړنو ترشا ولاړ دی او د پښتون ژغورنې، یا بلوڅانو د دفاع او همدا راز د پښتنو نور فعالین د دغه حکومت د استخباراتي کړیو له لوري په نښه کېږي. د ټولنیزو رسنیو فعالینو په ټوېټر او فېسبوک کې د بشري حقونو له نړیوالو فعالینو او بنسټونو غوښتي چې د دې پېښې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان هم بیا پر دغه پېښه غبرګون ښودلی دی. دې ادارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د بشري حقونو د فعال عارف وزیر د وژل کېدو په اړه دې هر اړخیزې څېړنې او پلټنې وشي. د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د پېښې عاملین باید په ګوته شي او له قانون سره سم حساب کتاب ورسره وشي. د سرچینې په خبره: ((پاکستاني چارواکي باید په سوېلي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر یوه غړي عارف وزیر د برید په اړه خپلواکه او اغېزناکه څېړنه وکړي. له مشکوکو جنایتګرو سره باید حساب وشي)).

دلته په افغانستان کې هم ګڼو پښتنو فعالینو او سیاستوالو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی او د عارف وزیر وژل کېدل یې ستر بشري جنایت بللی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې تړاو په خپاره کړي پیغام کې ویلي، د سردار عارف وزیر پر وژل کېدو خواشینی دی. نوموړي په دې تړاو د خپلې خواخوږۍ مراتب د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو او مشرتابه سره شریک کړي دي.

د پښتونخوا وتلي سیاستوال او پخواني سناتور افراسیاب خټک هم به دې اړه غبرګون ښودلی دی. نوموړي بیا ویلي چې پر پښتنو د ظلم دا لړۍ له کلونو راهیسې روانه ده او اوس د دې وخت دی چې پښتانه سیاستوال خپله چوپتیا ماته کړي. د ده په وینا: ((د عارف وزیر وژل کېدل پښتنو ته د زورواکو پیغام دی. پښتانه مشران باید خپل غږ پورته کړي، کنه دا چاره به همداسې روانه وي)).

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ غړي محسن داوړ بیا پر خپل ټوېټر په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا د ښو ترهګرو کار دی. ښه ترهګر پاکستاني حکومت هغو وسله والو ډلو ته وایي چې د پاکستان د ګټو لپاره جګړه کوي او یا په یو ډول د دغه حکومت ملېشې دي. د داوړ په خبره: ((د زړه له تله خپه یو چې زموږ یو ملګری عارف وزیر د ټپونو له کبله ومړ. د نوموړي پلار او ورو هم څو کاله مخکې اورپکو ووژل. علي وزیر د “ښو ترهګرو” له خوا ووژل شو)).

تر دې وړاندې پاکستاني حکومت د دغه غورځنګ ګڼ غړي نیولي او یا یې ځورولي دي. څه موده مخکې یې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین نیولی و چې تر اونیو بند وروسته یې بېرته خوشی کړ. اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه ګواښ کړی چې نور به د دغه روان ناتار په مقابل کې چوپ نه پاتې کېږي.

Tags: Top
Previous Post

هند به په افغان سوله کې کوم ځای ولري؟

Next Post

طالبانو ته د امریکایانو خبرداری: پر ژمنو عمل وکړئ، کنه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورګرځو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
طالبانو ته د امریکایانو خبرداری: پر ژمنو عمل وکړئ، کنه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورګرځو

طالبانو ته د امریکایانو خبرداری: پر ژمنو عمل وکړئ، کنه د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورګرځو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Play Keno Games Online Uk

سپتمبر 8, 2025
خیبر پښتونخوا کې ۱۸ کسان په اوبو کې ډوب شوي

خیبر پښتونخوا کې ۱۸ کسان په اوبو کې ډوب شوي

اپریل 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved