د عامې روغتیا سرپرست وزیر پهکابل کې د ایران د سفیر له مرستیال سید حسن مرتضوي سره لیدلي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست وزیر او سید حسن مرتضوي ترمنځ په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو روغتیایي همکاریو ترڅنګ، د کابل په افشارو کې د سرطاني ناروغانو د درملنې مرکز د چارو، بامیان کې ایران لخوا د جوړېدونکي روغتیایي مرکز د چارو او نورو موضوعاتو په اړه خبرې شوي دي.












