په ولسي جرګه کې د میدان وردګو ولایت استازي مهدي راسخ چې ځان د غیر مسوولو وسله والو د قومندان عليپور مرستیال معرفي کوي وایي چې د وردګو ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده. هغه ادعا کړې ده چې په دې جګړه کې د علي پور وسله وال حضور نه لري. مهدي ټینګار کړی دی چې که چېرته افغان ځواکونه له عملیاتو لاس وانخلي نو ټول بهسود به یې پر وړاندې ودرېږي. کورنیو چارو وزارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د تېرې جمعې په ورځ ناوخته یې ویلي وو چې دولتي ځواکونه د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندان په مشرۍ د دغې ولسوالۍ د لومړۍ او دویمې حصې د قومندانانو د ګمارنې لپاره دغې ولسوالۍ ته تللي وو چې د عليپور د ملېشو له مقاومت سره مخ شوي دي.












