سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د فشار سیاست ناکام شو؛ افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لور روان دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 16, 2025
in تبصرې
0
د فشار سیاست ناکام شو؛ افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ پر لور روان دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې په بشپړ ډول درېدلې ده. دا درېدنه که څه هم په ظاهره د دواړو لورو لپاره ستونزې رامنځته کولای شوې، خو عملي پایلو وښودله چې زیان تر ډېره د هغه لوري په برخه شو چې د فشار او امتیاز اخیستنې سیاست یې غوره کړی و. پاکستان تمه لرله چې د ترانزیټي لارو تړل، د سوداګرۍ محدودول او پر افغانستان اقتصادي فشار به افغان بازارونه فلج کړي، د خلکو ژوند به له ستونزو سره مخ شي او افغان حکومت به مجبوره شي د اسلام‌اباد غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو دا محاسبه له پیل څخه ناسمه وه.
افغانستان، سره له دې چې یو وارداتي هېواد بلل کېږي، وښوده چې کولی شي په سختو شرایطو کې بدیلې لارې پیدا کړي، د ګاونډیانو پر انحصار تکیه کمه کړي او خپلې اقتصادي بنسټیزې موخې له سره تنظیم کړي. د پاکستان د بندیزونو او محدودیتونو پر وړاندې، افغان سوداګرو نوې لارې پرانېستلې، سوداګریز تمرکز یې منځنۍ اسیا، ایران، چین او نورو بازارونو ته واړاوه، او حکومت هم دې ته متوجه شو چې اقتصادي بقا یوازې له یوه ګاونډي سره په تړاو کې نه ده.
پاکستان ګومان کاوه چې د افغانستان اقتصاد به له همدې لارې مات کړي، خو پایله برعکس شوه. افغان بازارونه سقوط نه شول، اسعارو ثبات وساته، واردات او صادرات د بدیلو لارو له لارې روان شول، او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان د ځان بسیاینې، اقتصادي تنوع او سیمه‌ییزو بدیلو همکاریو په ارزښت ښه پوه شو. په مقابل کې، پاکستان خپل لوی بازار له لاسه ورکړ، صادرونکي یې زیانمن شول، د ترانزیټ عایدات راکم شول او هغه فشار چې تمه یې کېده د افغانستان پر اقتصاد واوړي، بېرته د پاکستان پر اقتصاد تمام شو.
همدا تجربه دا حقیقت لا روښانه کوي چې د فشار سیاست نه یوازې ناکام دی، بلکې د فشار اچوونکي لپاره هم اوږدمهاله زیانونه لري. افغانستان اوس باید له احساساتي یا شتاب‌زده پرېکړو څخه ډډه وکړي. دا حالت، چې افغانستان پکې له نسبي اقتصادي ثبات سره مخ دی او پر خپلو بنسټیزو اقتصادي موخو تمرکز کوي، باید وساتل شي. له پاکستان سره د لارو تړل یوازې یو موقتي اقدام نه، بلکې د دې پیغام رسونه ده چې افغانستان نور د سیاسي فشارونو تر سیوري لاندې سوداګرۍ ته تیار نه دی.
که د وخت په تېرېدو سره د پاکستان له لوري د لارو د بیا پرانېستلو غوښتنه کېږي، افغان حکومت ته په کار ده چې دا موضوع د تېر په څېر ساده او بې‌قیده ونه ګڼي. لارې باید هغه وخت خلاصې شي چې روښانه، عادلانه او عملي شرایط موجود وي. قوی تضمینونه، د سوداګرو د حقونو خوندیتوب، د سیاسي مداخلې مخنیوی او د ترانزیټي اصولو ته بشپړ درناوی باید د هر ډول نوي تفاهم بنسټ وي. پرته له دې، د پخوانیو تجربو تکرار به یوازې د وخت ضایع کول وي.
افغانستان اوس په داسې پړاو کې دی چې کولی شي د سوداګرۍ په برخه کې له خپلې تجربې ګټه واخلي. دا تجربو ثابته کړه چې اقتصادي استقلال یوازې شعار نه، بلکې عملي امکان دی. هغه هېواد چې کلونه یې د یوه ګاونډي له لارې د د اقتصاد او سوداګری تنفس کاوه، اوس وښودله چې د بدیلونو جوړول، د نوو دهلېزونو کارول او د ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کول شوني دي. همدا دریځ باید د افغان حکومت د راتلونکو پالیسیو محور وي.
پاکستان ته هم دا پیغام باید روښانه وي چې افغانستان نور د فشار منلو پخوانی هېواد نه دی. سوداګري باید د متقابل احترام، ګټې او ثبات پر بنسټ ولاړه وي، نه د بندیز، ګواښ او سیاسي اجنډاو پر اساس. که دا درک رامنځته شي، دواړه هېوادونه کولای شي له سالمو اقتصادي اړیکو ګټه واخلي، خو که زاړه سیاستونه دوام وکړي، افغانستان باید پر خپلو بدیلو لارو ولاړ پاتې شي.
په ټوله کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدنه یوه مهمه ازموینه وه؛ ازموینه چې افغانستان پکې بریالی راووت. اوس د افغان حکومت مسؤلیت دی چې دا بریا د اوږدمهاله اقتصادي سیاست په بدلون بدله کړي، له بې‌قیده امتیاز ورکولو ډډه وکړي، او هره راتلونکې سوداګریزه دروازه یوازې هغه وخت پرانیزي چې د افغانستان ملي ګټې پکې خوندي وي. دا نه د تقابل سیاست دی او نه د انزوا، بلکې د عقل، تجربې او اقتصادي خپلواکۍ لاره ده.

Previous Post

ایران؛ د اصفهان-نطنز په لویه لار ترافیکي پېښه کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Next Post

په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت اداره: پر قضا نيوکه د منلو نه ده او بهرنۍ مداخلې به هرومرو ناکامېږي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post

په هانکانګ کې د چين د بهرنيو چارو وزارت اداره: پر قضا نيوکه د منلو نه ده او بهرنۍ مداخلې به هرومرو ناکامېږي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

“په ورته وخت کې څو اورګاډي له پټلۍ وتلي، باید یو څه غلط وي!”

“په ورته وخت کې څو اورګاډي له پټلۍ وتلي، باید یو څه غلط وي!”

فبروري 17, 2023
د پاریس د چیني فلمونو ۱۵م فیسټېوال پرانیستل شو

د پاریس د چیني فلمونو ۱۵م فیسټېوال پرانیستل شو

اکتوبر 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved