پاکستان وايي له افغانستان سره پر پوله د اغزن سیم غځولو ته ادامه ورکوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی سلګونه کیلومتره اغزن سیم تېر کړی دی او د پاتې چارو د بشپړولو لپاره هم هڅې روانې دي.
دده په وینا دوی د خپل امنیت تامین ته ژمن دي او د اغزن سیم تېرول به ادامه ولري. بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي وو، چې سرحدي ځواکونه به لا ډېر پیاوړي کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره لاندې کړي
. په تېرو څو ورځو کې افغان لوري په بېلو برخو کې د پاکستان اغزن سیم ورټول کړی او پوځیان یې شاتګ ته اړ کړي دي.












