د راپورونو له مخې دغه ولسوالي له څو ورځو راهیسې د طالبانو له لوري محاصره وه او نن سهار یې نیولې ده. د لغمان والي بیا وایي چې له دې ولسوالۍ سرتېرو شاتګ کړی دی. خو امنیتي سرچینې بیا وایي چې له مرکز د مرستې نه رسېدو له امله هلته مېشت سرتېري اړ شوي چې طالبانو ته تسلیم شي او ولسوالي ورته پرېږدي. د لغمان د ولایتي شورا غړي بیا وایي چې لغمان ورځ تر بلې د سقوط لور ته روان دی او په الینګار ولسوالۍ کې هم ګڼې پوستې طالبانو ته تسلیم شوې دي.












