چين د مصرف د پرمخبېولو لپاره يو لړ اقدامات غوره کړي او ډېرې ښې پايلې يې ترلاسه کړې دي. د چين د دغو اقداماتو په رڼا کې د دغه هېواد دننه مصرفي چاپېريال ښه شوی، د مصرف کوونکو لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوي او مصرفي بازار یې حياتي ځواک ښکاره کړی دی.
د چين د بېلا بېلو سیمو اړوندو ادارو د بهرنیو سيلانیانو د مصرف له ښه والي څخه د نوي مصرفي موډلونو د اداري ميکانيزم تر بشپړتيا پورې د مصرف د پرمخبېولو څو تدبیرونه نيولي دي.
د چين د پلازمېنې بېجينګ د شيو شوې کوڅې ته په نږدې سوداګريزو سيمو کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې او هلته هره ورځ ډېر بهرنيان تر سترګو کېږي. د سیمې دکانداران په انګليسي غږونه کوي او د کيو ار (QR) کوډ د تاديې اسانتياوې يې ورته برابرې کړې دي.
هاسپانوي سيلانۍ لېيا له خپلو کورنۍ سره د جامو، الکترونيکو توليداتو او چينې لوحو په شمول ډېر ځانګړي توليدات اخيستي او چين ته يې ۱۵ ورځنۍ سفر پای ته رسولی دی.
د بېجينګ د شيو شوې کوڅې د سيلانيزې ادارې د شرکت عمومي مدير دونګ چينګ رسنيو ته ويلي، چې ادارې يې د سوداګريز مرکز د لومړي پوړ په جنوبي دروازې کې بهرنيو سيلانیانو ته د مالياتو د بېرته ورکولو لپاره ځانګړې سيمه ټاکلې او شاوخوا سوداګريزو مرکزونو کې د سيلانيانو لپاره خدمتونه کوي.
نوموړي ويلي، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې دغې کوڅې ته ډېر سيلانيان ورغلي، چې شمېر يې له څلور اعشاريه درې ميليونو څخه اوړي او د محصولاتو د پلور ارزښت يې شاوخوا دوه ميليارډه يوانو ته رسېږي، چې دغو شمېرو په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵.۵ برابره او ۳ اعشاریه ۵ برابره زياتوالی موندلی دی.
د چين حکومت په وروستيو کلونو کې د بهرنيو سيلانيانو د راجلبولو په موخه د ۲۴۰ ساعتو لپاره سيلانیانو ته له ويزې پرته د تګ تګلاره غوره کړې، په ډېرې چټکۍ بهرنيو سيلانيانو ته بېرته ماليات ورکوي او ډېرو سوداګرو ته يې اجازه ورکړې، چې د دوی په کاروبارو کې بهرني بانکي کارډونه او ګرځنده تاديې استعمال کړي او په مهمو سوداګريزو سيمو کې يې بهرنيو سيلانيانو ته د څو ژبو خدمتونه هم برابر کړي دي. د چين دغو اقداماتو بهرني سيلانیان راجلب کړي او ګرځندوی پرمختګ يې پر مصرفي زياتوالي بدل کړی دی.
شمېرې ښيي، د روان کال په لومړۍ نیمايي کې چين ته د تللو بهرنيانو شمېر ۲۲ ميليونه او ۹۱۴زرو ته رسېدلی، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل اعشاريه څلور زياتوالی ښيي. په دې جملې کې له ويزې پرته چين ته د تلونکو سيلانیانو شمېر ۱۷ ميليونه او ۸۱۵ زرو ته رسېدلی، چې دغه شمېر بیا د ټولو بهرنيو سيلانیانو په عمومي شمېر کې په سلو کې ۷۷ اعشاريه ۷ برخه نيسي او د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې دېرش اعشاريه شپږ زياتوالی ښيي.
چین د مصرف د پرمخبېولو لپاره تګلارې لا بشپړې کړي او همدا لامل دی، چې ډېری سيلانيان دغه هېواد ته سفرونه کوي او هلته ډول ډول توليدات اخلي.
د چين په ۱۵م پنځه کلن پلان کې د بهرنيو سيلانیانو لپاره د مصرفي چاپېريال غوره والی د چاپېريال د لا ښه والي د يوې برخې په توګه ټاکل شوی دی.
په ورته وخت کې، د شانګهای موزيم داسې ځانګړي نندارتونونه جوړ کړي، چې ماشومانو ته د تاريخي اثارو د لیدو ځانګړی احساس ورکوي. دغه راز د ان هوي ولايت د شيوان چنګ ښار۳۶ منظره لرونکو سيمو د يانګ ځي سيند پرغاړه د پرتو سيمو زده کوونکو ته دروازې پرانيستلې دي. په سیمه کې د کلتوري سيلانۍ څپه پورته شوې او په رسټورانټونو، هوټلونو او ټرانسپورټ په برخو کې مصرفي اړتياوې زياتې شوې دي.
د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې يوه مسؤل رسنيو ته ويلي، چې اداره به يې په ابتدايي او منځنيو ښوونځيو کې د پسرلي او مني د ځانګړې رخصتۍ د ټاکلو لپاره لازياتې سیمې وهڅوي او په ورته وخت کې به له ماشومانو سره د ملتیا په موخه د پلرونو او ميندو لپاره هم د سیلانۍ زمينه برابره کړي.











