په چين کې د دوبنۍ رخصتۍ پرمهال مصرفي بازار د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.
سي جي ټي اېن په مجازي نړۍ کې د دوبنۍ رخصتۍ پرمهال د مصرفي بازار په اړه يوه سروې ترسره کړې ده.
د سروې ۸۶.۱ سلنه ګډونوالو ویلي، چې د دوبنۍ رخصتۍ په ترڅ کې د چین اقتصادي پیاوړتیا د دې هېواد د کورني مصرفي بازار لنډمهاله بدلون نه دی، بلکې دا د نړیوال اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د چين د لوی بازار یو څرګند حقیقت دی.
د سروې ۷۴.۱ سلنه ګډونوالو ویلي، چې دوی هم غواړي په دوبنۍ رخصتۍ کې چین ته سفر وکړي.
د سروې ۸۸.۲ سلنه ګډونوالو باور ښودلی، چې د چین اوسنۍ اقتصادي پیاوړتیا د نړۍ د تولیدي او د عرضې ځنځیرونو له پرمختګ سره مرسته کوي او د نړۍ د اقتصاد لپاره ډېر ثبات او انرژي برابروي.
سي جي ټي اېن دغه سروې په انټرنېټي نړۍ کې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي چينلونو خپره کړې او په ۲۴ ساعتو کې پرې ۴۵۲۴ کسانو خپل نظرونه څرګند کړي دي.












