د چین د طبیعي سرچینو وزارت د اګست په ۴مې نېټې د جیولوجيکي پېښو د مخنیوي او ورسره د مقابلې په اړه د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې د کارونو لایحه خپره کړې، چې له مخې یې په همدغه موده کې به د جیولوجيکي پېښو د مخنیوي سیسټم نور هم بشپړ او پر وړاندې به یې د سیمه ييزو حکومتونو توان لوړ شي او د جیولوجيکي پېښو د خطرناکو ځایونو د حالاتو د پلټنې پروژه، د جیولوجيکي پېښو د څار او وړاندوینې پروژه او د دغو پېښو د مدیریت عمومي توان د لوړتیا پروژه به ترسره شي.
د یادې لایحې له مخې، د ۱۵م پنځه کلن پلان په بهیر کې به د جیولوجيکي پېښو د ادارې لپاره په ۴۲۰۰ ځایونو کې پروژې ترسره او ۶۱۰۰ ځایونو کې به خطرونه له منځه یووړل شي او ۵۰ زره کورنی به خوندي ځایونو ته انتقال شي.










