چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د موقت حکومت مخالفت، معقولیت او پایلې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 13, 2021
in تبصرې
0
د سولې لپاره د غني د واک په ګډون ډېر څه قرباني کېدای شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اوس اوس د موقت حکومت د غوښتونکو اصلي ادرس معلومېږي او ښکاري چې څوک په افغانستان کې د موقت حکومت په هڅه کې دي. تازه په کابل کې ځینو سیاستوالو ته نږدې کسانو تایید کړې چې زلمي خلیلزاد ورسره پر موقت حکومت بحثونه کړي دي. د دې تر څنګ ځیني هغه سیاستوال چې موقت حکومت غواړي، په دوبۍ کې یې له خلیلزاد سره کتلي او په دې اړه یې ورسره بحثونه کړي دي. دغه راز داسې خبرونه هم شته چې خلیلزاد په دې تړاو له ځینو سیاسي او جهادي مشرانو سره په ټلیفون هم خبرې کړې دي. ویل کېږي چې خلیلزاد درې طرحې له سیاستوالو سره شریکې کړې دي. یوه دا چې طالبان د حکومت برخه شي، دویمه دا چې حکومت د طالبانو برخه شي او درېیم همدا موقت حکومت. له دې وړاندیزه واضح ښکاري چې لومړۍ دوې طرحې غیر عملي دي او د خلیلزاد اصلي موخه هم یوازې درېیمه طرحه ده.

ښکاري چې امریکایان د موقت حکومت په طرحه کې جدي دي چې ښايي د سرپرست یا د سولې د حکومت نوم ورکړل شي. ولسمشر غني له دې حکومت سره یو مخ مخالفت کوي او وايي چې واک به یوازې نوي ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري. اوس مهمه خبره دا ده چې معقوله لاره څه ده؟ ایا موقت حکومت باید یو مخ رد شي؟ ایا رښتیا هم سمه لاره همدا ده چې واک څلور کاله وروسته نوي ټاکل شوي ولسمشر ته ولېږدول شي؟ او که بله کومه معقوله، عملي او سمه لاره هم شته؟

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

څه چې ولسمشر غني وايي، هغه نه عملي دي او نه هم په دې ډول سوله راتللی شي، ځکه چې لانجه پر واک ده او که واک څلور کاله نور هم له اشرف غني سره وي، نو څلور کاله نوره هم سوله ناممکنه ده. دا نه ورسره طالبان مني، نه بهرنیان او نه هم نور افغانان. اوس که غني پر خپل دریځ ټینګار کوي، نو هم سولې ته زیان اوړي او هم به ښايي ونه توانېږي چې دا کار وکړلی شي.

د موقت حکومت بحث له دوو اړخونو مهم دی؛ لومړی دا چې که حکومت او طالبان پر یوه نوي نظام هوکړه کوي، نو هغه نظام ته د تګ لپاره په طبیعي ډول یو عبوري حکومت ته اړتیا ده. دویم دا چې که امریکا د موقت حکومت غوښتنه کوي، نو معلومه ده چې له طالبانو، ګاونډیو هېوادونو او نورو اړخونو سره به یې هم شریکه کړې وي او په کور دننه یې هم دا دی ځیني سیاستوال ملاتړ کوي او دا ملاتړ به لا پسې پراخ شي. اوس داسې ښکاري چې د امریکا دا طرحه به عملي کېږي او پر وړاندې به یې غني او څو ملګري یوازې پاتې کېږي.

که امریکا په دې طرحه کې رښتیا هم جدي وي، نو اشرف غني یې پر وړاندې نه شې درېدلی، نو د درېدلو پر ځای پکار ده چې دا موقت حکومت چې په هر نوم وي، باید داسې جوړ او ډیزاین شي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي، بریالۍ یې کړي او یو دایمې او با ثباته نظام ته لاره هواره کړي. معقوله لاره دا ده چې د موقت حکومت ټول اړخونه باید مطالعه شي، زیانونه یې باید تر ممکنه حده را کم شي او مثبت اړخونه یې باید پیاوړي شي، څو هم د سولې له پروسې سره مرسته وکړي او هم یو مثبت بدلون ته لاره هوراه کړي. له دې پرته وچ او یو مخ مخالفت به هم بریالی نه وي او هم به د سولې پروسې ته زیان واړوي.

Previous Post

کابلوف: د افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ ته ژمن یو

Next Post

خلیلزاد پر سوله د خبرو لپاره افغان سیاسیون دوبۍ ته وربللي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
خلیلزاد پر سوله د خبرو لپاره افغان سیاسیون دوبۍ ته وربللي

خلیلزاد پر سوله د خبرو لپاره افغان سیاسیون دوبۍ ته وربللي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شي جين پينګ د چين د عرضې او بازار د همکاريزې ټولنې د جوړېدو ۷۰مې کليزې په مناسبت مهمه لارښوونه وکړه

نوومبر 28, 2024
چین کې وضعیت د عادی کېدو پر لور روان دی

چین کې وضعیت د عادی کېدو پر لور روان دی

مارچ 18, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved