د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی. ددغه شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی، ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې، بشري حقونه نقض کېږي او عامه تاسیسات ورانېږي چې دغه اداره یې په کلکو ټکو غندي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې په افغانستان کې باید د سولې خبرې چټکې کړل شي او ښکېل اړخونه دې د جګړې پر ځای پر مذاکراتو تمرکز ډېر کړي. سرچینه کاږي چې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی دوی ته د منلو نه دی او ددې احتمال شته چې دغه شورا پر نوو اقداماتو فکر وکړي نو له همدې امله ښکېلو لورو ته په کار ده چې جګړه او د ملکي وګړو وژل ودروي او د سولې لار خپله کړي. ملګرو ملتونو په هرات کې ددغه ادارې پر دفتر برید هم په کلکو ټکو غندلی او په وینا یې دغه ډول کړنې ښایي له افغانستان سره د نړیوالو اړیکې زیانمنې کړي.












