چارواکي وايي، چې په کونړ ولایت کې د ورستیو زلزله ځپلو لپاره د ناروې د ګډوالو شورا له لوري د ۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یو ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته يې سپارلی دی. د سرچنې په خبره، چې په دغه ښارګوټي کې ۴۰ کورونه جوړ شوي او زیانمنو کورنیو ته یې سپارلي دي. د کونړ ولایت له طبعي پېښو سره د مبارزې رییس وايي، هڅه کوي په یاد ښارګوټي کې ښوونځی، شفاخانه او سړکونه هم ورغول شي. د سیمې اوسېدونکو د ناروې د ګډوالو شورا له دې اقدام څخه د هرکلي تر څنګ ویلي، چې لا ډېرې مرستې دې ورسره وشي.











