د چین د تایوان سیمې مشر لای چینګده په دې وروستیو کې په تایوان کې د تش په نامه د یووالي په اړه خپله وینا کې په قصدي ډول د تایوان تاریخ جعلي کړ، دا یې رد کړه چې تایوان له لرغوني وخت راهیسې د چین خاوره ده، له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د تایوان د ملکیت پورې اړوند یو لړ مهمو نړیوالو قانوني سندونو یې سترګې نه ورکړې او په ښکاره ډول یې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۲۷۵۸م پرېکړه لیک او د نړیوال قانون واک ننګولی دی. د لای چینګده دغه کړنې له ۱ اعشاریه ۴ میلیاردو څخه زیاتو چینایانو او د نړیوال نظم او عدالت دښمن دی او خامخا به له ناکامۍ سره مخ وي.
لای چینګده په خپله وینا کې د تایوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د ” ۲ هېوادونو نوې تیوري” جعلي کړې او هڅه یې وکړه چې د “تایوان بېلتون غوښتونکو” غلطه نظریه خپره کړي. د تایوان ځینو رسنیو او کارپوهانو اشاره وکړه چې د لای چینګده وینا په تاریخ او منطق کې له نیمګړتیاوو ډکه وه. په حقیقت کې، دا د تایوان ټولنې وېش لا پسې وران کړ او هغه د شخصي سیاسي ګټې په لټه کې دی.
موږ ټول پوهېږو چې د چین سترې برخې او تایوان ګډ کلتور او تاریخ لري. د تایوان تنګي دواړو غاړو خلک ټول په چیني ملت پورې اړه لري. د لای چینګده په وینا کې تایوان د کلتور، ژبې او حتی ایکولوژي “ځانګړتیاوې” لري، خو هغه د تاریخي حقایقو په اړه له خبرو څخه ډډه کړې چې چینایان په لومړي سر کې تایوان جوړ او پرمختګ ورکړی او د چین مرکزي حکومت له لرغوني وخت راهیسې په تایوان باندې اداري واک چلولی دی.
روان کال د فاشیزم پر ضد د نړیوالې جګړې د بریا او د تایوان د ازادۍ له ۸۰مې کلیزې سره برابر دی چې نړۍ به د تایوان مسئلې په اړه ښه پوه شي. د ۱۹۴۳ کال د قاهرې اعلامیه او د ۱۹۴۵ کال د پوټسډام اعلامیه په څرګنده توګه دا په ګوته کوي چې جاپان باید د تایوان په ګډون غضب شوې چینایي سیمې بېرته چین ته ورکړي. جاپان هم د پوټسډام اعلامیې سره سم خپل غیر مشروطه تسلیمي اعلان کړه. نوموړي سندونه نړیوال قانوني ارزښت لري او تر جګړې وروسته د نړیوال نظم یوه نه بېلېدونکې برخه جوړوي او دا هم ښیي چې دا د نړیوالې ټولنې عمومي اجماع ده چې تایوان د چین یوه برخه ده.
له دې څخه څرګندېږي چې له تاریخ، قوانینو او واقعیتونو سره سم، تایوان هېڅکله یو هېواد نه دی او په راتلونکي کې به هېڅکله یو هېواد نه وي. د تایوان بېلتون غوښتونکې کړنې به خامخا له ناکامۍ سره مخامخ شي او هغه کسان چې هېواد یې له بېلتون سره مخ کړی دی، سخته سزا به ورکړل شي. مهمه نه ده چې د لای چینګده اداره څومره هڅه وکړي، دا حقیقت نشي بدلولی چې تایوان د چین یوه نه بېلېدونکې برخه ده. نړیواله ټولنه به د تل لپاره د یو چین پېژندنې پر اصل ټینګار وکړي او چین به بلاخره یو موټی او متحد شي.











