چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د هوايي ډګرونو د مدیریت او امنیت ستونزه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 14, 2022
in تبصرې
0
په انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې د افغانستان ښه استازیتوب
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 افغانستان او ترکیې یو ځل بیا د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت او امنیت په تړاو خبرې کړي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د انتالیا دیپلوماسۍ فورم کې له ګډون وروسته د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي دي او د نورو مسایلو ترڅنګ یې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت او امنیت په تړاو هم بحثونه کړي دي. دواړو لورو پر دې چاره پخوا هم خبرې کړې وې، خو لا هم په دې برخه کې کوم توافق ته نه دي رسېدلي.‌ دا ځل دواړه لوري هڅه کوي‌ چې په دې اړه ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغانستان هوایي ډګرونه له ستونزو سره مخ دي او له همدې امله ډېرو هېوادونو ته مخامخ الوتنې نه کېږي او یا هم پرې سخت محدودیتونه دي.‌ له پیله ویل کېدل چې د هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت چارې به قطر ته سپارل کېږي، خو وروسته معلومه شوه چې قطر دا کار له ترکیې سره په ګډه مخ ته وړي او په یوازې ځان دې کار ته حاضر نه دی. له بله اړخه متحده عربي اماراتو هم هڅه کوله چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت او امنیت مسوولیت واخلي. دواړو اړخونو په دې اړه له اسلامي امارت سره خبرې کړي دي او ان له خپله اړخه یې وړاندیزونه او ټول جزیات هم وړاندې کړي دي،‌ خو لا هم دا چاره نه ده وروستۍ شوې. ستونزه د هوايي ډګرونو د مدیریت پر ځای تر ډېره د امنیتي چارې اړوند ده. ترکیه غواړي‌ چې د کابل هوايي ډګر د ساتنې لپاره خپل ځواکونه راولي او بیا د هوايي ډګر د مدیریت او امنیت چارې پر غاړه واخلي، خو اسلامي امارت له دې سره مخالفت کوي.‌ متحده عربي امارات بیا د امنیت لپاره یوازې یوه امنیتي کمپنۍ د هوايي‌ ډګر په داخل کې ګوماري چې دا کار پخوا هم کېده او معمول هم دی، خو ترکیه له قطر سره په ګډه د ټول هوايي ډګر د امنیت اخیستو هڅه کوي.‌ له شک پرته چې د متحده عربي اماراتو وړاندیز له هره اړخه د اسلامي امارت په ګټه دی، خو له دې امله چې قطر له اسلامي امارت سره ډېره مرسته کړې ده،‌ نو ځکه اسلامي امارت نه غواړي چې اماراتو ته ددغه قرارداد په ورکولو سره قطریان خپه کړي. له بله اړخه د متحده عربي اماراتو او اسلامي امارت اړیکې له پخوا سړې وې او یو پر بل زیات باور هم نه لري. د اسلامي امارت تمایل دا دی چې دا قرارداد قطر او ترکیې ته ورکړي، خو ستونزه د ځواکونو په راوستلو کې ده. اسلامي امارت وايي چې دوی د بهرنیو ځواکونو پر ضد جګړه کړې ده، خو که اوس د افغانستان یوې برخې ته هم په هره پلمه بهرني ځواکونه راځي، نو دا د دوی پر مبارزه کرښه را ایستل دي. له بله اړخه پر ترکیه ځیني نور شکونه هم شته او له وړاندې اسلامي امارت ته ویل شوي چې ترکیه ځکه د امنیت اخیستو هڅه کوي‌ چې نورې موخې لري. له همدې امله د هوايي ډګرونو د امنیت او مدیریت ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده.

د هوايي ډګرونو امنیت او مدیریت زموږ لپاره زیات ارزښت لري او پکار ده چې په دې اړه ژر وروستۍ پرېکړه وشي، خو د هوايي ډګرونو د امنیت په پلمه د هېڅ بهرني هېواد ځواکونو ته باید اجازه ور نه کړل شي او په دې اړه تر اوسه د اسلامي امارت دریځ د ستایلو دی.

Previous Post

پر عراق بریدونه؛ د امریکا او ایران ترمنځ نوې ناندرۍ پيل شوې دي

Next Post

ازبیکستان له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
ازبیکستان له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

ازبیکستان له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایا یوویشتمه پېړۍ به د چین وي؟  (مناظره)

ایا یوویشتمه پېړۍ به د چین وي؟  (مناظره)

نوومبر 29, 2020
منصور: د بخش اباد بند رغنیزې چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوي

منصور: د بخش اباد بند رغنیزې چارې ۸۸ سلنه بشپړې شوي

جولای 23, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved