د زندانونو چارو د سمون ادارې چارواکو ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې دغې ادارې ته ۳۲ زره کسان سپارل شوي، خو نيمايي برخه يې د محاکمو د پريکړې او فرمانونو له مخې بېرته خوشې شوي او دمګړۍ شاوخوا ۱۶ زره تورن کسان په بند خونو کې بنديان دي. د یادې ادارې چارواکو دغه راز وويل چې په بندخونو کې بنديانو ته د ښونې او روزنې لړۍ پيل شوې او دغه بهير په ښه توګه روان دی. د دغې ادارې مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل چې هېواد ته د بهرنيو هېوادونو په بندخونو کې د بندي افغانانو د را انتقالولو په موخه هڅې روانې دي.












