د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا او بله ورځ د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د اورېدو وړاندوینه کړې ده. د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، سبا او بله ورځ د هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکندي، غور، بامیان، میدان وردګو، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، کابل، پروان، بغلان او سمنګان به د واورې او باران شاهد وي.












