د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا او بله ورځ د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د واورې او تېزو بارانونو د ورښت اټکل کړی دی. د سرچینې له قوله هلمند، کندهار، زابل، پکتیکا، غزني، اروزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب او جوزجان هغه ولایتونه دي، چې د واورې او تېزو بارانونو د ورښت احتمال پکې شتون لري.












