د هوا پېژندنې اداره وايي په ۱۳ ولایتونو کې د واورو او باران اورېدو اټکل شوی دی. د هوا پېژندنې ادارې په خبر پاڼه کې راغلي، چې نن او سبا ورځ په هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، دایکنډي، غور، هلمند، کندهار، ارزوګان، زابل، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل شوی دی. د سرچینې په خبره، بېلابېلو سیمو کې د اورښت کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.












