د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست، نن او سبا د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د واورې، نسبتاً تېز باران او تالندې برېښنا اټکل کړی دی. په دغو ولایتونو کې، فراه، هلمند، نیمروز، بامیان، سمنګان، بدخشان، غور، بادغیس او ډایکنډي او یو شمېر نور شامل دي. همدا راز دغه ریاست د سالنګونو په ګډون په شمالي، لویدیځو، سوېل لویدیځو او سوېلي ولایتونو کې د توندو بادونو اټکل هم کړی دی.












