د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو اورېدو او په یو شمېر سیمو کې د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی. دې ادارې پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په بدخشان، نورستان، بغلان، پروان، کونړ او میدان وردګ ولایتونو کې د سخت باران، تېزو بادونو او سېلابونو وړاندوینه کوي. د ورښت اټکل په مختلفو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۲۵ میلي مترو پورې، او د باد سرعت په هر ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې اټکل شوی دی.











