د وردګو ولایت د عامې روغتيا ریاست وايي چې د سويډن همکارې موسسې له لوري له ياد ریاست سره د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت طبي وسایلو او درملو مرسته وشوه. دغه ریاست ویلي، ياده مرسته پرون د ولایت په کچه د روغتيايي مرکزونو په واک کې ورکړل شوې ده. د سویډن موسسې مشر خالد الرحمن رسولي وویل، دوی دغه مرسته خلکو ته د ښو طبي خدماتو وړاندې کولو په موخه کړې ده. ده وویل، په مجموعي ډول د ولایت په کچه روغتيايي مرکزونو ته د ۲۶ میلیون افغانيو په ارزښت درمل او طبي وسایل ورکړل شوي دي.











