چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د ولسوالیو سقوط؛ نیوکې او بې ګټې ځواب

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 15, 2021
in تبصرې
0
کرونا وبا؛ د حکومت بې پروايي که بې کفایتي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبانو د یوې باریکې لارې په جوړولو پرمختګ کړی دی او په وینا یې دغې ډلې ته به نیول شوې سیمې په هدیره بدلې شي. نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، ځینې سیمې چې طالبان د سقوط نوم ورکوي، د یوې باریکې لارې په جوړولو پرمختګ دی او هغه څوک چې له طالبانو سره په جګړه کې بلد دي، پوهېږي چې یادې سیمې به د طالبانو لپاره په ګور بدلې شي.

امرالله صالح دا څرګندونې په وروستیو کې د ولسوالیو د پرله‌پسې سقوط په تړاو پر حکومت انتقادونو ته په ځواب کې کوي. په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې طالبانو تر دېرشو پورې ولسوالۍ نیولې دي، چې حکومت یې تکتیکي په شاتګ ګڼي. په دغو ولسوالیو کې سلګونه امنیتي ځواکونه طالبانو ته یا مخامخ او یا هم د سیمه‌ییزو مشرانو په منځګړیتوب تسلیم شوي چې بیا وروسته هغوی خوشې کړي دي. په ډېرو ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله هم اوښتې او تر څنګ یې طالبانو ته درنې او سپکې وسلې، تجهیزات، هاموې ټانګونه او رنجر هم لاسته ورغلي دي.

د ولسوالیو دغه سقوط بې ساری دی او له همدې امله شور او زوږ جوړ شوی دی. دا چې «د یوې باریکې لارې په جوړولو پرمختګ کول» څه مانا لري، ښايي یوازې امرالله صالح او څه نور ملګري یې پرې پوه شي؛ خو خلک ویني چې رښتیا هم طالبانو ولسوالۍ نیولې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده. دا ولسوالۍ په ټول افغانستان کې دي او ان د کابل په دروازه کې دوې ولسوالۍ (نرخ او جلریز) هم طالبانو نیولې دي. خلک دې ته نه ګوري چې دا په باریکه لاره پرمختګ دی او که په پلنه لاره، بلکې خلک نتیجې ته ګوري او په نتیجه کې ویني چې ولسوالۍ سقوط کېږي، امنیتي ځواکونه یا سیمه پرېږدي، یا تسلیمېږي او یا هم مرګ ژوبله ور اوړي، وسلې، تجهیزات او سیمې د طالبانو لاس ته لوېږي، نو ځکه غږ پورته کوي، ځینې یې اندېښنه ښيي او ځینې یې پر حکومت توندې او سختې نیوکې کوي.

تر اوسه پورې دا ولسوالۍ لویه برخه لا هم له طالبانو سره دي او بېرته نه دي نیول شوې. دا چې امرالله صالح وايي چې دا سیمې به د طالبانو په هدیره بدلې شي، بیا هم ستونزه نه حل کېږي. لومړی خو داسې نه ښکاري چې دا ولسوالۍ به ټولې بېرته دولت ونیسي، خو که دا کار وشي، بیا یې هم مانا دا نه ده چې هېڅ ستونزې نه دي پېښې شوې. که بیا هم ونیول شي، نه به د سقوط پر مهال د سرتېرو پراخه مرګ‌ژوبله جبران کړي او نه به هم حکومت ته بېرته هغه وسلې او تجهیزات په لاس ورشي چې د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

پر دې بنسټ امرالله صالح چې څه وايي یوازې انتقادونو ته یو بې ګټې ځواب دی، چې نه ستونزه حل کولی شي، نه د ولسوالیو سقوط توجیه کولی شي، نه اوښتي زیانونه جبرانولی شي او نه هم د هغه ګواښ مخنیوی کولی شي چې له دې امله رامنځ ته شوی دی.

Previous Post

وکیلان: د کمزوري مدیریت له کبله پراخې سیمې د طالبانو لاس ته لوېدلي

Next Post

د ګلکسي اېس۷ ټبلېټ ارزان بیه بڼه معرفي شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د ګلکسي اېس۷ ټبلېټ ارزان بیه بڼه معرفي شوه

د ګلکسي اېس۷ ټبلېټ ارزان بیه بڼه معرفي شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

څېرې خپرونه / ماریو پدرو بارګاس یوسا

څېرې خپرونه / ماریو پدرو بارګاس یوسا

دسمبر 14, 2020
د اختر ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو له تفریحي سیمو لیدنه کړې

د اختر ورځو کې ۲.۳ میلیونه سیلانیانو له تفریحي سیمو لیدنه کړې

مارچ 24, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved