د ولسي جرګې ځینې غړي وایي چې حکومت دې د علي پور د قضیې په تړاو جدي اقدامات وکړي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ځینو وکیلانو وویل چې علي پور یو غیر مسوول وسله وال دی او حکومت مکلف دی چې ددې کس او وسله والو فعالیتونو په اړه یې جدي او قانوني اقدامات ترسره کړي. وکیلانو وویل دا باید معلومه کړل شي چې علي پور له کومه ځایه تمويلېږي، د وسلو او مهماتو په اړه یې دې پلټه وشي او دا دې هم روښانه کړل شي چې د هغه د لسګونه وسله والو لګښتونه له کومه کېږي او له کومه ځایه راځي. وکیلانو ټینګار وکړ چې په دې اړه باید امنیتي او دفاعي ادارې له ولسي جرګې سره په همغږۍ یو پلاوی جوړ کړي او د علي پور د غیر قانوني او وسله والو د فعالیتونو او کړنو په اړه دې تحقیقات ترسره کړي.












