د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د نړيوال مديريت وړانديز د وړاندې کېدو د يوې کليزې په درشل کې د ويانا د نړيوال مديريت د ملګرو ګروپ د سپتمبر په ۷مه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د اعلاميې له مخې د دې ګروپ غړي هېوادونه له دغه وړانديز څخه ټينګ ملاتړ کوي، د دغه وړانديز د مهمو پرمختګونو لوړه ستاينه کوي، د ويانا په څو اړخيزو ډګرونو کې د څو اړخيزم د ساتلو، د نړيوال مديريت لپاره د لا عادلانه او معقوله سيستم د جوړولو لپاره قوي اواز پورته کوي.
دغه اعلاميه د نړيوال مديريت وړانديز له پنځه فقره اييزې نظريې سره ټينګې تړي او له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو په مرکزيت نړيوال سيستم وساتي، د نړيوال قانون د ادارې پر سيستم ټينګار ولري، ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او شراکت ته دوام ورکړي، يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه له نړيوالو ننګونو سره مقابله وکړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي.










