د ټاپي پروژې د امنیت په برخه کې له طالبانو څخه د مرستې غوښتنې په امریکا کې بیلابیل غبرګونونه پارولي دي. څه موده مخکې یوشمیر امریکایي رسنیو خبر ورکړی و چې جوبایډن په افغانستان کې د هغې طرحې ملاتړ کوي، چې پراساس یې له افغانستان څخه د ترکمنستان د ګازو د تیرېدونکې نل لیکې امنیت ساتلو په بدل کې به طالبانو ته حق العبور ورکول کیږي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وروسته په دې موضوع غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د امریکا متحده ایالات، ترکمنستان ته د طالبانو د سفر په برخه کې هېڅ رول نه لري او حکومت د دې پروژې مستقیم مالي ملاتړ هم نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویټرز ته ویلي، امریکا له مودو راهیسې په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د هغو ګاونډیانو د هغو هڅو ملاتړ کوي چې، د سوداګري زیاتېدو، اقتصادي ودې او د انرژۍ او ټرانسپوټ بنسټیزو پروژو د ښه والي لپاره یې کوي.












