سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د پانګونې د آسانتیا له لارې د کار د بازار پراخول یوه ملي اړتیا ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 1, 2025
in تبصرې
0
د پانګونې د آسانتیا له لارې د کار د بازار پراخول یوه ملي اړتیا ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په اوسني وضعیت کې چې افغان سرپرست حکومت دیر تر فشار لاندې دی، اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې جدي بڼه خپلوي، د دولتي مامورینو د بستونو د کمښت لړۍ پیل شوې، او له بهره د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر هم چټک شوی، نو دا حالت د حکومت او ټول ملت لپاره د ستر مسؤلیت او آزمیښت وخت دی. که چیرې د کار بازار پراخ نه‌شي، پانګوالو ته اسانتیاوې برابرې نه‌شي، او د خصوصي سکتور وده تشویق نه‌شي، نو د بیکاری، اقتصادي رکود، او ټولنیزو ناخوالو د زیاتوالي خطر به لا پراخ شي.
د افغانستان اقتصاد په تېرو دوو لسیزو کې له بېلابېلو ننګونو سره مخ و، خو اوس دا یو طلایي فرصت دی چې باید د یو نوي اقتصادي لیدلوري پر بنسټ نوې پالیسۍ جوړې شي. دا لیدلوری باید پر دې ولاړ وي چې حکومت د پانګونې دروازې پرانیزي، پالیسي‌يې ثبات ولري، د جوازونو، مالیاتو، او نورو اړینو خدماتو بهیر ساده کړي او هم افغان پانګوالو ته او هم نړیوالو ته ډاډ ورکړي چې شفاف، خوندي او باثباته چاپېریال موجود دی.
په اوسني وخت کې یو ستر اقتصادي خنډ دا دی چې ډېری سوداګر، که افغان وي او که بهرني، د بې ثباتۍ، مقرراتو د تغیر، او یا هم د اداري خنډونو له امله پانګونې ته زړه نه ښه کوي. افغان سرپرست حکومت باید دا وضعیت وارزوي، او هغه کړنلارې له منځه یوسي چې د پانګوالو مخه نیسي. د بیلګې په توګه، د یو ساده شرکت د ثبت او فعالیت جواز اخیستل باید څو اونۍ وخت وانه‌خلي. د فساد مخنیوی، د فیسونو معقول کول، او د قوانینو ثبات هغه اساسي عناصر دي چې د پانګوالو باور ترلاسه کولای شي.
له بل اړخه، د افغانستان بازار لا هم روښانتیا نه لري؛ زرګونه فرصتونه شته چې که چیرې کارپوهان، سوداګر، او پانګوال پکې پانګونه وکړي، نو نه یوازې دا چې کاري فرصتونه رامنځته کیږي، بلکې د خلکو عاید لوړ، صادرات زیات، او ملي عواید پراخېږي. د کرنې، انرژۍ، کانونو، تکنالوژۍ، سیاحت، ترانسپورت، او خدماتو سکتورونه لا هم خام دي او پراخېدو ته اړتیا لري.
د افغانانو د بېرته راستنېدو له موج سره، بیکارۍ یوه خطرناکه کچه نیولې ده. که کاري فرصتونه برابر نه‌شي، نو دا ستونزه به نه یوازې اقتصادي، بلکې امنیتي او ټولنیزه بڼه هم غوره کړي. هر راستنېدونکی کډوال د کار، عاید، او امکاناتو تمه لري. حکومت باید دا تمې په واقع‌بینانه ډول درک کړي او د خصوصي سکتور له لارې د جذب یوه ستراتیژي جوړه کړي.
بله مهمه مسئله دا ده چې باید افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړل شي. دوی هم د پانګونې لپاره ډېری وختونه د خنډونو، جریمو، او ناببره پرېکړو قرباني شوي دي. که حکومت واقعي ژمنتیا وښيي، افغان پانګوال تر ټولو لومړی چمتو دي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، شرط دا دی چې اداره شفافه، د قانون واکمن، او د اسانتیاوو زمینه برابر وي.
دغه راز، نړیوال پانګوال هم د افغانستان د طبیعي زیرمو، جغرافیایي موقعیت، ارزانه کاري ځواک، او نوي بازارونو ته د لاسرسي له امله لیوالتیا لري. خو شرط دا دی چې افغان حکومت هغوی ته د پانګونې حقوقي او فزیکي خوندیتوب تضمین کړي، او د یو واضح، ساده، او روان اقتصادي سیاست لارې چارې وړاندې کړي.
په پایله کې، افغان سرپرست حکومت باید د پانګونې فضا ته د ملي امنیت په سترګه وګوري. که اقتصاد وده وکړي، نو ټولنه باثباته پاتې کېږي، خلک له مهاجرته ژغورل کېږي، او حکومت لور ته د خلکو باور هم زیاتېږي. دا چاره یوازې د دولت مسؤلیت نه‌دی، بلکې د سوداګرو، مدني ټولنو، رسنیو، او ټولو افغانانو ګډ مسؤولیت دی چې له حکومت نه د اسانتیا غوښتنه وکړي او د اقتصاد بنسټونه له سره ورغوي.
په همدې خاطر، نننۍ اړتیا دا ده چې د پانګونې لپاره شفاف قوانین، ثابته تګلاره، او اسانه پروسې رامنځته شي، څو افغانستان له اقتصادي بې‌ثباتۍ څخه یو باثباته، کارموندونکی، او پرمختللی هېواد ته واوړي.

Previous Post

پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو ضرب‌الاجل دلسو ورځو لپاره ځنډولی

Next Post

د کمربند او لارې د حقوقي خدماتو نړیوال فورم پرانيستل شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د کمربند او لارې د حقوقي خدماتو نړیوال فورم پرانيستل شو

د کمربند او لارې د حقوقي خدماتو نړیوال فورم پرانيستل شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د افغانستان د فوټسال لوبډله نن په لومړي ځل نړیوال جام کې لوبیږي

د افغانستان د فوټسال لوبډله نن په لومړي ځل نړیوال جام کې لوبیږي

سپتمبر 15, 2024
سږ کال د پاکستان د اقتصاد د «نیم سلنې» ودې وړاندوېنه شوې ده

سږ کال د پاکستان د اقتصاد د «نیم سلنې» ودې وړاندوېنه شوې ده

اپریل 13, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved