د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له بندخونو ۱۰ تنه نور افغان کډوال خوشې شوي دي. دغه وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې دا کډوال وړمه ورځ د پاکستان له بندخونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت د یادو افغان کډوالو د نیولو لامل د قانوني اسنادو نه درلودل بللي دي. ویل شوي چې دا افغان کډوال له دریو میاشتو راهیسې د پاکستان په بندخونو کې وو.












