سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د چارو شنونکي: د حکومت نه ژمنتیا او کمزوري مدیریت جګړې شدیدې کړې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 24, 2020
in افغانستان
0
د چارو شنونکي: د حکومت نه ژمنتیا او کمزوري مدیریت جګړې شدیدې کړې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې په وروستیو کې د جګړې شدت اندېښنې راپارولې دي. پر ولسوالیو بریدونه، هدفي وژنې، پر لویو لارو نا امنۍ او د طالبانو هدفمند تحرکات هغه څه دي چې د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصت سره په ټکر کې ګڼل کېږي. بلخوا حکومت د طالب بندیانو په خوشي کولو کې پاتې راغلی دی او تر دې دمه یې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې له مشورتي لویې جرګې سره یې کړې وې. په حکومت کې کم‌کاري او کمزوری مدیریت بل هغه څه دي چې طالبانو ته یې د پرمختګ زمینه برابره کړې ده. له دې سره جوخت داسې ښکاري چې پاکستان هم د سولې په مسئله کې دوه مخی چلند کوي.

تازه پاکستان پر ځینو طالب مشرانو بندیزونه وضع کړل او همدا راز یې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې پر طالب مشرانو شته بندیزونه عملي کړي. د پاکستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی پر ملا برادر او سراج الدین حقاني بندیزونه وضع کړي دي. دغه دوه کسان پاکستان ته نه شي ورتللی او همدا راز به یې شتمنۍ هم کنګل وي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

د پاکستان دغه ډول کړنې د سیاسي شنونکو په باور یوازې د پاکستاني حکومت د ګټو د تامین لپاره ترسره کېږي. سیاسي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان د افغانستان د سولې په مسئله کې خپلې شخصي ګټې پالي او په دې هڅه کې دی چې دغه پروسه د ځان په ګټه وڅرخوي. د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وایي، د پاکستان دغه ډول کړنې نه یوازې دا چې د افغانستان د حکومت او سولې په اړه د پاکستان مغرضانه چلند په ګوته کوي، بلکې دا ثابتوي چې پاکستان تل د خپلو ګټو لپاره د افغان سولې پر وړاندې دوه مخې لوبه کړې ده. د ده په خبره: ((پاکستان تل دوه مخی چلند کړی دی چې له همدې امله موږ تر دې دمه سولې ته نه یو رسېدلي)).

بلخوا د سولې روان بهیر هم له مبهم حالت سره مخ شوی دی. د افغانستان د مسایلو یو شمېر څارونکي، طالبانو ته نږدې سرچینې او د سولې د برخې فعالین وایي چې د حکومت له لوري د زندانیانو نه خلاصون او پر ژمنو عمل نه کول هغه څه دي چې د سولې روان بهیر یې له خنډونو سره مخ کړی دی او جګړې یې شدیدې کړې دي. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، سوله ځکه له مبهم حالت سره مخ ده چې ولسمشر نه خپله ژمنه عملي کړه او نه یې هم د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته ارزښت ورکړ. د ده په خبره: ((دا واقعیت دی چې د سولې مسئله ډېره مبهمه ده. د ابهام لامل یې هم دا دی چې ولسمشر د لویې جرګې پرېکړه ونه منله. دې مسئلې د سولې پروسه له خنډ سره مخ کړه. ملت باید را ولاړ شي او پر دواړو لورو غږ وکړي چې نور دې جګړه ودرول شي او سولې ته دې کار وشي)).

بلخوا د سولې د برخې فعالین او سیاسي شنونکي هم پر دې باور دي چې باید فرصت ضایع نه کړل شي. د سولې او پرمختګ اسلامي ګوند مشر حاجي دین محمد بیا وایي چې هېواد په حساسو شرایطو کې دی او باید ټول اړخونه روان وضعیت ته متوجه وي. د ده په خبره: ((هسې نه داسې کوم څه وشي چې موږ تر دې هم خطرناک وضعیت سره مخ کړي. موږ باید متوجه وو. ملت باید متوجه وي چې د سولې فرصت ضایع نه شي)).

بلخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې دوی د بندیانو خوشي کولو ته ژمن دي، خو د ځينو هېوادونو د شکایتونو حقوقي اړخ ته باید توجه وشي، څو ټولې ستونزې حل شي او د رښتینې سولې لپاره زمینه برابره شي. د دغه وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: ((موږ دې ته ژمن یو چې بندیان خوشي کړو، طالبان دې هم بندیان خوشي کړي، د شکایتونو حقوقي اړخ باید وڅېړل شي)).

له دې سره جوخت د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د حکومت کمزوري مدیریت، د ژمنو نه عملي کول، د ځينو کړیو له لوري د طالب بندیانو په خوشي کولو کې خنډ جوړول، دا ټول هغه څه دي چې د جګړو د شدت سبب شوي او د سولې برخلیک یې له نامعلوم حالت سره مخ کړی دی.

Tags: Top
Previous Post

له بندیزونو سره هممهاله؛ملا برادر د طالب پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی

Next Post

خوست

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
خوست

خوست

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یان ایګلنډ: یوازې بېړنۍ مرستې د افغانانو ستونزې نه شي هوارولی

یان ایګلنډ: یوازې بېړنۍ مرستې د افغانانو ستونزې نه شي هوارولی

سپتمبر 14, 2023
ترکیه : د افغان کډوالو د سمبالښت لپاره نړیوال اقدام ته اړتیا ده

ترکیه : د افغان کډوالو د سمبالښت لپاره نړیوال اقدام ته اړتیا ده

سپتمبر 15, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved