په سویلي پښتونخوا کې د سپین بولدک – چمن پر دروازه د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ نه منلو په غبرګون کې د پرلت وهلو له ۲۵ ورځو له تېرېدو وروسته پرلت وهونکي وايي، که د پاکستان حکومت خپله پرېکړه وانخلي پنځه ورځې وروسته به په سویلي پښتونخوا کې ټولې ترانسپورټي لارې وتړي. دغه پرلت چې لسګونه زره کسان په کې ګډون لري، غوښتنه یې د پاکستان د حکومت له لوري تر اوسه نه ده منل شوې. د دغه پرلت مسوولینو تېره ورځ ناوخته د یوه خبرې کنفرانس پرمهال د پاکستان حکومت ته د خپلو غوښتنو د منلو پنځه ورځنی ضرب الاجل وټاکه. د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث وايي، که په راتلونکو پنځو ورځو کې د پاکستان حکومت پر سپین بولدک – چمن دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ پرېکړه بدله نه کړي، د افغانستان ـ پاکستان تر منځ، چمن او کوټه کې ټولې ټرانسپورټي لارې به وتړي. خو د بلوچستان پولیس هڅه کوي، چې روان پرلت پای ته ورسوي.












