سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين اقتصاد نړۍ ته پراخ فرصتونه برابروي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 17, 2026
in نړیوال خبرونه
0
د چين اقتصاد نړۍ ته پراخ فرصتونه برابروي

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين حکومت د جولای په ۱۵مې نېټې د روان کال د لومړۍ نيمايي اقتصادي راپور خپور کړی، چې د يو شمېر بهرنيو رسنيو پاملرنه يې راجلب کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چین ناخالص کورنی توليد ۶۹ ټريليونو،۵۷۰ ميليارډو او ۴۰۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی لري او په نړۍ کې يې مخکښ ځای نيولی دی. 

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

سږکال نړيوال وضعيت له سختو بدلونونو او کړکېچونو سره مخ دی، چې له امله يې نړیوال اقتصاد له لوړو ژورو تېرېږي، بلکې لږ څه ټيټ شوی هم دی.

د پيسو نړیوال صندوق څه موده مخکې یو ځل بيا د روان کال د نړيوال اقتصاد د زياتوالي اټکلي انډول ۳ سلنې ته ټيټ کړی او په ورته وخت کې يې د چيني اقتصاد د زياتوالي اټکلي انډول ۴ اعشاريه ۶ سلنې ته لوړ کړی دی.

د چين د روان کال د لومړۍ نيمايي اقتصادي راپور د دې ښکارندويي کوي، چې د دغه هېواد اقتصاد له افشارونو سره سره ثابت ساتل شوی او مخ په ښه کېدو روان دی.

د چین د اقتصاد اوسنۍ عمومي اندازه له ۱۴۰ ټريليونو يوانو څخه اوښتې ده.

کارپوهان دا ډېره سخته بولي، چې د چين اقتصاد له نړيوالو پېچلو حالاتو سره سره ۴ اعشاريه ۷ سلنه زياتوالی موندلی دی.

د  چين د اوسني ناخالص کورني توليد زياتوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله، ۳ اعشاريه ۶ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د تېرو پنځو کلونو د ورته مودو په پرتله هم ډېر زياتوالی ښيي.

ځينو رسنيو په راپورونو کې ويلي، چې د روان کال په دوهمې ربعې کې د چين د اقتصاد زياتوالی ټيټ شوی دی.

دلته د يادونې ټکی دا دی، چې د چين د اقتصاد دغه ټيټوالی د نفتو او سکرو د صنايعو د لنډمهالي اغېزې له امله رامنځته شوی او ځينو نړيوالو سازمانونو هم اټکل کړی و، چې د روان کال په دوهمې ربعې کې به د عمده نړيوالو اقتصادونو زياتوالی ورو او ټکنی وي. 

خو اوږدمهال ته په کتو،‌ د چين اقتصاد لا هم ثابت او مخ په ښه کېدو روان دی. 

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د لويو صنعتي تصديو د تولید اضافي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاریه ۴ سلنه زياتوالی موندلی، د مصرفي توکو او خدمتونو د پرچون عمومي اندازه یې ۲ اعشاريه ۷ سلنه زياته شوې، د کارموندنې وضعيت یې ثابت ساتل شوی او د توکو بيې نرمې لوړې شوې دي.

دا د دې څرګندويي کوي، چې د چين اقتصاد ثابت روان دی او د دې ترڅنګ، نړيوال اقتصاد ته يې هم ثبات رسولی دی.

سي اېن بي سي په يوې شننې کې ويلي، چې د چين د پرچون او صنعتي توليد شمېرې تر وړاندوينې ښې دي او دغه هېواد د اقتصاد د لنډمهالې هڅوونکې پاليسۍ د انتخاب په برخه کې نور هم ښه فرصتونه لري.    

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د نړۍ په ډېرو  سیمو کې شخړې او سیاسي کړکېچونه روان وو او پر  نړيوال تجارت یې بد سیوری غوړلی دی.

د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې، د چين د توکو د وارداتو او صادراتو عمومي اندازه له نړيوالو کړکېچونو او کشمکشونو سره سره، د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ اعشاريه ۹ سلنه زياته شوې، چې په دې جمله کې وارداتي اندازه يې ۲۲ اعشاريه ۱ سلنه زياته شوې ده.

چين د ۶۳ هېوادونو پر توليداتو د صفر تعرفې تګلاره پلې کړې او  په تېرو مسلسو ۱۷ کلونو کې یې وارداتي اندازې د نړۍ دوهم ځای نيولی دی. 

د چين لوی بازار نړۍ ته پراخ فرصتونه برابروي او د نړیوال صنعتي ځنځير او اکمالاتي ځنځير او نړيوال تجارت لپاره يې ثابت ملاتړ برابر کړی دی.

Previous Post

شي جين پينګ د نړۍ د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ لپاره د چين اقدامات اعلان کړل

Next Post

د تېر کال تر پايه د چين د يونيکورن شرکتونو شمېر ۳۷۶ ته رسیدلی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د تېر کال تر پايه د چين د يونيکورن شرکتونو شمېر ۳۷۶ ته رسیدلی

د تېر کال تر پايه د چين د يونيکورن شرکتونو شمېر ۳۷۶ ته رسیدلی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

طالبانو او افغان حکومت یو بل ته د خونړیو بریدونو خبرداری ورکړی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

فبروري 7, 2021
چارواکي: له یو شمېر هېوادونو سره به سیاسي اړیکې پیل شي

چارواکي: له یو شمېر هېوادونو سره به سیاسي اړیکې پیل شي

نوومبر 11, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ