د چين د کمونېست ګونډ د مرکزي کمېټې سياسي بيرو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۱۳مه نېټه د بريتانيا په لندن کې د دواړو هېوادونو ۱۰م ستراتيژيک ډيالوګ تر سره کړ.
دواړه خواوې په راتلونکي کې د خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ په اړه ګډو توافقاتو ته رسېدلي دي.
موافقه شوې چې لومړی به د بريتانيا د انرژۍ د امنيت وزير چين ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو د انرژۍ په ډيالوګ کې به ګډون وکړي.
دغه راز به د بريتانيا د سانيس، نوښت او تکنالوژۍ وزير له چين څخه ليدنه وکړي او د چين او بريتانيا د ساينسي او تکنالوژيکو نوښتونو د همکاريزې کمېټې غونډه به تر سره شي.
همدارنګه ټاکل شوې چې د بريتانيا د پوهنې وزير به له چين څخه ليدنه وکړي او د دواړو هېوادونو د پوهنې وزيرانو تر منځ ډيالوګ کې به ګډون وکړي.
د دواړو لوریو په لیدنه کې پر دې هم موافقه شوې چې د چين او بريتانيا د اقتصادي او سوداګريز ګډې کمېټې، د روغتيا او د صنعتي چارې په شمول ډيالوګ به چمتو شي.
د دواړو لوریو په موافقه کې دا هم شامل دي چې چين او بريتانيا به د مالي خدمتونو، پاکې انرژۍ او مصنوعي ځيرکتیا په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.
دوی دغه راز توافق کړی چې چين او بريتانيا به د نړيوالې ادارې، د شريکانو د زياتوالي، د اقليم بدلون د مخنیوي او د انترنټي امنيت ټینګولو په برخو کې هم یو له بل سره همکارۍ وکړي.












