چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره، ګټه که زيان؟

ليکوال: ښاغلى نور رحمان لېوال

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 3, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره، ګټه که زيان؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د کرونا د وبا په پيل کې د خپل هېواد وړتياوو او سرچينو ته په کتو ما هڅه وکړه چې د خپل ولس د نامينده کولو پرځاى هغوى په ځاني، ولسي او دولتي کچه د دغې وبا سره د مبارزې لپاره چمتو کړم. په ځاني ډول مې د لوړو هيلو ساتلو، وړ خوراک کولو او لمر ته د بدن لږترلږه دريمې برخې لوڅولو ننداره ورته وکړه، ترڅو خلک دلمر څخه ويټامين ډي واخلي او د بدن د ژغورنې ځواک يې لوړشي او ځينې نور وړانديزونه مې هم وکړل. په ولسي کچه مې وړانديز وکړ چې له “ښارونو څخه کليو ته ولاړ شي، او هلته  کرنې او مالدراۍ ته ځانګړې پاملرنه وکړي”. په دولتي کچه مې وړانديز وکړ چې “حکومت، کاروباريان او پوهان سره راټول او د وبا د مخنيوي لپاره د درملنې خپلې لارې چارې ولټوي”.

دولتي چارواکو چې کرينګونه راويستلي وو او لارې به يې بندولې، غرونه يې په لارو کې جوړکړي ول، هغوى ته مې وړانديز وکړ چې د لارو بندولو پرځاى خوراک، درملو او تګ راتګ وسايلو کې د پاکوالي او واټن په مرسته د کرونا مخنيوي تدابيرو ته پاملرنه وکړي. بنديزونه او قرنطين زمونږ په ګټه نه دى، ان تردې چې د خوست چارواکو ته مې وليکل “ويل کېږي چې په خوست کې تر اوسه د کرونا يوه پېښه هم نه ده شوې، نو بيا قرنطين داسې مانا لري لکه له مرګه وړاندې مړه کېدل.

خو د چين ولس ډېر بختور دى چې د ځيرک مشرتابه په لرلو سره د کمونيست ګوند چارواکي وتوانېدل چې له کرونا څخه د خپل ولس، کاروبارونو او ان د چين د ژغورلو او د سيالوهيوادونو څخه يې سترې سياسي يا جيوپولټيک ګټې پورته کړي او لا يې پورته کوي.

چين په نړۍ کې يو لوی هېواد دی چې نفوس يې دېر دی او حکومت يې د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکوي. چيني مشرتابه د دغې وبا د مخنیوي او کنټرول او د خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره ډېر جدي تدبيرونه نيولي چې ډېر کم خلک د دغې وبا له امله ناروغه او مړه شوي. نو که د چين د مشرتابه بې-کرونا تګلاره نه واى، چينايان به ښايي د کرونا له خوا سخت ځپل شوی وی. همدارنګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ بې-کرونا تګلارې ته  ډېره پاملرنه کړې ده، د دغې تګلارې په رڼا کې چين وکولاى شول چې د کرونا وبا د مخنیوي دويم واکسين جوړونکى هېواد شي او د کرونا واکسين يې خورا ډېر د ډاډ وړ شو، د نورو هېوادونو ډېرو خلکو هڅه کوله چې د نورو واکسينونو پرځاى د سينوپارم چينايي واکسين ولګوي. نو د چين خلک بايد د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د خپلو چارواکو پر هڅو خوشاله وي چې د پرديو د واکسيني کاروبار ښکار کېدلو پرځاى خپل واکسين او د واکسين ګټور کاروبار لري، که داسې نه واى، چينايان به په ملياردونو زيانمن شوي وای او کېداى شوای چې د واکسين د نشتون له کبله ډېری وګړي د ناوړه درملنې ښکار شوي هم واى. ځکه د هر يو هېواد لپاره طبي سرچيني تل محدودې دي. که زيات وګړي پر کرونا اخته شي، نو طبي سرچيني به کافی نه وي.

همدارنګه، چين زموږ د هېواد افغانستان په ګډون د سيمې او نړۍ له ډېرو هېوادنو سره د کرونا د واکسين مرسته وکړه چې دا د ستاينې وړ ده. په سيمه کې چين د نورو هېوادونو نه مخکې د کرونا ضد واکسين د جوړولو توان لري او په وړيا توګه يې خپلو خلکو ته برابر کړی دی. خو افغانستان کې موږ لا هم د پرديو خيراتي واکسين ته په تمه يو، زه تل باور لرم چې موږ هم پوهان لرو، نوکولای شوای چې واکسين توليد شي چې په لږ پانګونه، هڅونه او دولتي ملاتړ په  دې برخه کې لاسته راوړنه ولرو، خو له بد مرغه حکومت کې اراده او نوښت نه وو او نه شته.

په نړۍ کې سياستوالو د کرونا له وبا څخه د خپلو ملي او ولسي چارو لپاره سياسي ګټې پورته کړې خو په ټولو هېوادو کې د چين مشرتابه د ملي او ولسي ګټو د ژغورلو لپاره ډېرې هڅې کړې چې دا د دې هېواد د راتلونکي لپاره خورا ګټور وو او لا دي. د چين مشرتابه د بې-کرونا تګلارو په تطبيق سره وتوانېده چې د لوېديځوالو کمپنيو له زبېښاک څخه ځان وژغوري. دوی د ولسونو ګټو ته په پاملرنې سره د لنډمهالي کرنتینونو تدبيرونه نیولي تر څو خلک به يې ښې او هوسا راتلونکې ولري او چينايان به  اوږدمهاله ګټې تر لاسه کړي.

 اوس د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين اقتصادي پرمختګ ته په کتو سره دا څرګنده ده چې د کرونا وبا د مخنيوي په برخه کې د چین د مشرتابه له خوا غوره شوي تدبيرونه هم د دې هېواد د اقتصادي برياليتوب سبب کيږي. نو که څه هم اوسني چين لاهم له ځينو ستونزو سره مخ دی، خو د نړۍ دويم ځبرځواک کېدو سره د لومړيتوب په لور ګامونه اخلي.

Previous Post

زلینسکي: تمه لرو چې اروپا به په روسیې نوي بندیزونه ولګوي

Next Post

ا.ا د رسنیو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ یې کوو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ا.ا د رسنیو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ یې کوو

ا.ا د رسنیو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ یې کوو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Gambling News Canada

سپتمبر 8, 2025
بلېنکن منځني ختیځ ته په خپل سفر کې مصر ته رسېدلی

بلېنکن منځني ختیځ ته په خپل سفر کې مصر ته رسېدلی

جنوري 30, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved