چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين ۷۵ کلن سفر؛ د عصريتوب بيا تعريفول

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 30, 2024
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 پنځه اويا کاله ښايي په بشري تاريخ کې ډيره اوږده موده نه وي، خو د چين لپاره په ۱۹۴۹م کال کې د ولسي جمهوريت له جوړيدو د نړۍ پر يوه مخکښ هېواد د بدلېدو سفر دی.

دا هغه سفر دی چې د چيني عصريتوب له لارې د چيني ملت د بياځوانولو لپاره پکې کار وشو. د چيني ځانګړنو لرونکي سوسياليزم له لارې چين وښوده چې د عصريتوب لپاره يوازې يو مسير نه دی او نه هم لويديځوالتوب د عصريتوب سمبول دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

هغې افسانې چې عصريتوب له لويديځوالتوب سره تړي ښايي له دې سرچينه اخيستې وي چې عصريتوب په لومړي ځل په اروپا کې د پانګوالو نظامونو پر رامنځته کېدو سره پيل شو او لويديځوال مسير یې رامنځته کړ. لويديځ د صنعتي توب او عصريتوب د رامنځته کولو او پرمخ بېولو په برخه کې مخکښ رول ولوباوه، خو دا په دې مانا نه ده چې د عصريتوب لپاره همدا يو مسير موجود دی.

له تاريخي پلوه، لويديځوال عصريتوب له ټولنيز پرمختګ او د نړۍ له انکشاف سره مرسته کړې ده. سره له دې  د پانګوالي عصريتوب بهير بشري ټولنې ته د پام وړ رنځ ورکړی دی.

د احاطې غورځنګ، د ترانس اتلانتيک د غلامانو ډاروونکې سوداګري او د نورو د سيمو بې رحمانه اشغال  دا ښيي؛ چېرته چې د پانګوالي سيسټم رېښې غځېدلې، هلته ورسره لانجې او کشمکشونه هم پيل شوي دي. ان په عصري زمانه کې، لويديځ د لويديځوال عصريتوب له کبله له پېښو شويو ستونزو لکه پلوراليزم او مټريالېزم څخه کړيږي.

تکراري بحرانونه د هغو سيسټمي نيمګړتياوو نښې دي چې له پانګوالي نظامونو سرچينه اخلي چې لويه بېلګه یې پر خلکو پانګې او ګټې ته لومړيتوب ورکول دي.

د چيني عصريتوب مسير، چې د چين د کمونېست ګوند له لوري رهبري کيږي، ولس محوره دی. چين چټکه اقتصادي وده او اوږدمهاله ټولنيز ثبات تجربه کړي او دا هغه څه دي چې په بشري ټولنو کې ډير لږ تر سترګو کيږي.

چيني عصريتوب ډېری هغې ننګونې له مخې لرې کړې دي چې بشري پراختيا ورسره مخ وه او دې ځانګړنې چيني عصريتوب له لويديځوال ډول څخه بېل کړی دی. چيني ماډل د پرمختيايي هېوادونو لپاره د عصريتوب مسير رامنځته کړی دی.

سوله ييز عصريتوب

د نړيوال جيوپوليټيک د چټک بدلون پر خلاف، چيني عصريتوب په سوله ييز انکشاف کې رېښې ځغلولې دي.

د خپلواکۍ او پر ځان بسياينې لپاره چين د خپل ولس پر هڅو او نوښتونو تکيه کوي او دغه راز له بهرنيو سرچينو څخه سوله ييزه ګټه اخلي. دغه راز چين د نورو هېوادونو پر خلاف نه دريږي او نه د نورو سرچينو ته لاس ور اوږدوي. د دې پر ځای د پرمختيايي هېوادونو ملاتړ کوي او له نړيوالې سولې او انکشاف سره مرسته کوي.

له افريقا سره د چين همکاري د بېلګې په توګه په نظر کې ونيسئ. په افريقا کې د هايبرېډ وريجو په معرفي کولو سره، چين هلته د حاصلاتو کچه په هر هکټار ځمکه کې له دوو ټنو څخه ۷.۵ ټنو ته ورسوله. چين د افريقا د څو هېوادونو په کليوالو سيمو کې د کرنيزو پروژو په عملي کولو سره د «هر څوک ډوډۍ لري او هر څوک خوندي دي» شعار پر حقيقت بدل کړ.

د کرنيزو همکاريو زونونو او د چيني سوداګرو له لوري د پروسس د مرکزونو رامنځته کېدو په افريقا کې د ځايي محصولاتو ارزښت د پام وړ لوړ کړی او د لوړ کيفيت ډير محصولات یې چين ته هم صادريږي. د چين – افريقا د همکاريو سږني فورم د دواړو اړخونو تر منځ همکارۍ لا ډيرې تقويه کړې.

پرانيستی عصريتوب

ورخلاصون د چيني عصريتوب ټاکونکې ځانګړنه ده. چين د لوړې کچې اداري ورخلاصون او د نړيوالو همکاريو لپاره د نويو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې چټک اقدامات کړي  دي. د چين د کمونېست ګوند د شلمې مرکزي کمېټې په درېيمه عمومي غونډه کې د ۳۰۰ لويو اصلاحاتو لپاره اقدام وشو او دا د اصلاحاتو او ور خلاصون لپاره د چين د کلک هوډ څرګندونه کوي.

چين د بهرنۍ نړۍ، په ځانګړي ډول د لږ پرمختللو هېوادونو لپاره په فعال ډول د خپل مارکېټ د پرانيستلو لپاره کار کوي. د همدې لپاره يې د همکارو شريکانو نوملړ پراخ کړی دی. چين د خپل ورخلاصون له لارې نړيوال ور خلاصون او د خپل انکشاف له لارې نړيوال پرمختګ تقويه کوي.

د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د لومړي ځل لپاره د چين د صادراتو او وارداتو کچه له ۲۱ ټريليونه يوانو يا ۲.۹۶ ټريليونو ډالرو اوښتې او ۶.۱ سلنه وده یې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ځينې وړاندوينې روان کال د ودې دغه کچه دوه عددي ښيي. په دې موده کې په چين کې ۲۶۸۷۰ داسې کاروبارونه پيل شوي چې بهرنيانو پرې پانګونه کړې ده. دغه سکټور ۱۴،۲ سلنه وده کړې ده.

چين له تېرو اوو کلونو راهيسې په نړۍ کې د توکو د تر ټولو لوی سوداګر په توګه خپل موقف ساتلی دی. له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې یې په نړيوالو صادراتو او وارداتو کې ونډه په لومړي او دويم نمبر راځي.

د کمربند او لارې نوښت د پرمخ بېولو سربېره چين د ګڼ شمېر نندارتونونو او ورته نوښتونو له لارې د لوړې کچې ورخلاصون ته زمينه برابره کړې او په دې توګه یې نړيوالې ټولنې ته هم ګته رسولې ده.

پايدار عصريتوب

د چيني عصريتوب يوه ځانګړنه د بشريت او طبيعيت تر منځ د نظم شتون ده. چين پايدارې پراختيا ته په ژمنتيا سره د زرغون بدلون د پرمختګ او د ايکو سيسټم د تنوعاتو د تقويې، ثبات او پايدارۍ هڅه کوي.

په تېرو څلويښتو کلونو کې د چين د ځنګلي پوښښ نسبت او د ځنګلي ذخاير په دوامداره توګه د ډيريدو په حال کې دي او دغه هېواد د ځنګلي ذخايرو د لرلو له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای لري. په ورته مهال چين د چين – افريقا د همکاريو فورم او د چين – عربي هېوادونو د همکاريو فورم په څېر ميکانيزمونو له لارې په افريقا کې د لوی زرغون ديوال او د منځني ختيځ  زرغون نوښت په څېر ابتکارات پر مخ بيايي.

د چين توليدات او ټکنالوژي د نړيوال زرغون اقتصادي بدلون او نويو صنايعو د ظهور سبب شوي دي. د ۲۰۲۳م کال تر ډسمبر پورې په ټوله نړۍ کې ۱۵۳ لايټ هاوس کارخونې موجودې وې چې له دې ډلې ۶۲ يوازې د چين اړوند وې.

لايټ هاوس کارخونې چې د کارخونو يا فابريکو تر ټولو پرمختللی ډول دی، په صنعت کې د ځیرکو توليداتو څرګندونه کوي او ټولو صنايعو ته د معيار په توګه کارول کيږي.

چيني عصريتوب د چين ولس انوو نړيوالو ته ګډې ګټې رسوي. د اوسنۍ نړيوالې بې ثباتۍ په ترڅ کې  چين د ثبات او نوښتونو د سرچينې رول لوبوي. د چين – متحدو ايالتونو د سوداګرۍ شورا مشر کرېګ آلن  ويلي، تمه ده چې چين به په ۲۰۲۴م کال کې د نړۍ په ناخالص توليد کې ۳۰ سلنه ونډه واخلي او دا بهير به په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶مو کلونو کې هم ادامه پيدا کړي.

د لويديځوال عصريتوب برعکس چين تل خپلې راتلونکې ته د ټولې نړيوالې ټولنې له راتلونکې سره تړاو ورکوي. د چيني عصريتوب د نويو لاسته راوړنو له لارې، چين هڅه کوي چې د نړيوالې پراختيا لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي او له بشريت سره مرسته وکړي چې د عصريتوب لپاره نور مسيرونه هم ومومي.

Previous Post

د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴.۵۰ سلنه لوړ شوی

Next Post

چين څنګه په پرمختګ سره له نړۍ سره ګټې شريکوي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين څنګه په پرمختګ سره له نړۍ سره ګټې شريکوي؟

چين څنګه په پرمختګ سره له نړۍ سره ګټې شريکوي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

افغانستان؛ چین او پاکستان د اقتصادي فعالیتونو پر پیلېدو خبرې کړې دي

افغانستان؛ چین او پاکستان د اقتصادي فعالیتونو پر پیلېدو خبرې کړې دي

جولای 28, 2020
افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved