چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

چين څنګه په پرمختګ سره له نړۍ سره ګټې شريکوي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 30, 2024
in نړیوال خبرونه
0
چين څنګه په پرمختګ سره له نړۍ سره ګټې شريکوي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ۲۰۲۴م کال د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د تجارت او پانګونې فورم په دې وروستيو کې ترسره شو، چې د نړۍ د ګڼو هېوادونو استازو او سوداګرو پکې ګډون کړی و. د فورم برخوالو مېلمنو په خپل نوبت خبرې او څرګندونې کړې دي. د بريتانيې او چين د سوداګرۍ ټولنې اجرائيوي مشر پيټير بونيټ یاد فورم ته ويلي، چې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ ګډونوال د دواملرونکي پرمختګ لپاره زرغونې ټېکنالوژۍ او پانګونې ته پاملرنه کوي.

چين څه باندې یوه لسیزه مخکې د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ نوښت اعلان کړی، نړۍ ته يې پکې د ګډون بلنه ورکړې او ګڼو هېوادونو ته یې د ګټو فرصتونه رسولي دي.د چين په ياد نوښت کې څه دپاسه ۱۵۰ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو ګډون کړی او د ګډ پرمختګ لپاره يې ټينګ بنسټ برابر کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

روان کال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی. په همدې مودې کې يې ډېر چټک پرمختګ کړی او له نړۍ سره يې ګټې شريکې کړې دي.چين له يو کمزوري او بېوزله هېواد څخه د نړۍ په دويم لوی اقتصاد بدل شوی، د توليدي چارو او د توکو د سوداګرۍ لومړی لوی هېواد او د مصارفو دويم لوی هېواد ګرځيدلی او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ مهم اېنجن پاتې شوی دی.

له ۱۹۷۹م کال څخه تر ۲۰۲۳م کال پورې، د چين د اقتصادي زياتوالي کلنۍ انډول ۸اعشاريه ۹سلنې ته رسېدلې، چې د همدې مودې لپاره د نړيوال اقتصاد له ۳ سلنې کلني زياتوالي هم لوړ ښکاري. له تېرو څه باندې لسو کلونو راهيسې هر کال نړۍ ته د چين د اقتصاد خدمتي انډول له ۳۰سلنې څخه اوښتی و. چين بې له ساري د مطلبې بېوزلۍ مسئله حل کړې او په هراړخيزه ساحه کې نسبټآ شتمنه ټولنه يې جوړه کړه. د نړيوال بانک د اړوند معيار له مخې، د اصلاحاتو او ورخلاصون ملي تګلارې له پلې کېدو راهيسې په چين کې د بې وزلو کسانو د کموالي اندازه د نړۍ څه باندې ۷۰سلنه نيولې، چې د ټولې نړۍ د بي وزليتوب له منځه وړلو بهير يې چټک کړی دی.

چين په تېرو ۷۵ کلونو او د نړۍ د لویو بدلونونو په درشل کې څنګه له نورو سره ګټې شريکې کړې دي؟ چين د انسانانو د پرمختګ لپاره رول لوبوي، له نړۍ سره فعال تګ راتګ کوي، ګډ پرمختګ ورسره مومي او د نړۍ د ادارې سيسټم د عادلانه او معقوله کېدو لپاره هڅې کوي.چين هڅې کوي، پرمختګ مومي او له نړۍ سره ګټې شريکوي.

پخوا د چين صنعتي چارې ډېرې کمزورې او وروسته پاتې وې، خو د نوي چين له جوړېدو سره هممهاله يې صنعتي چارې وغوړېدې او له بهرنيو ټېکنالوژيو څخه د زده کړې او د خپلو نوښتونو په مټ يې اقتصادي بنسټونه ټينګ کړي دي.

چين په ۱۹۷۸م کال کې یعنې د چين کمونېست ګوند د يوولسمې مرکزي کمېټې له درېيمې عمومي غونډې وروسته د اصلاحاتو او ورخلاصون بهير پيل کړی دی. چين په ۲۰۰۱م کال کې سوداګرۍ نړيوال سازمان کې شامل شوی او د اقتصاد په نړيوال کېدو کې يې د ګډون نوې پاڼه پرانېستې ده.

چين په ياد سازمان کې د ګډون لپاره خپلې ژمنې عملي کړې، خپل بازار يې پرانيستلی، بهرنۍ سوداګرۍ ته يې پرمختګ ورکړی او ډول ډول نړيوال نندارتونونه يې ترسره کړي دي.چين په وروستيو لسو کلونو کې د هراړخيزو اصلاحاتو د ژورتيا له لارې د اقتصاد بڼه بدله کړې او باکيفيته پرمختګ ته يې پر له پسې وده ورکړې ده.

چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له لارې پرمختګ موندلی او د خپل پرمختګ له لارې يې د نړۍ د سمسورتيا او ثبات هڅونه کړې، چې د تقاضې او عرضې ځنځيرونه، بازار، نوښتونه او پانګونې يې د فرصتونو کليدي ټکي یادولی شو. بازار د توليدي خواوو مهمه سرچينه ده. چين پراخ بازار لري او زياتې بهرنۍ تصدۍ پکې بوختې دي او صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونه یې د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم ضمانت برابر کړی دی.

اوسمهال چين د نوي کيفيت توليدي ځواک ته وده ورکوي او له نړۍ سره د نوښتونو لپاره تګ راتګ ژوروي.د ۲۰۲۳م کال د کورني توليد په عمومي ارزښت کې د چين د نويو توليدي چارو، نويو او سوداګريزو چارو کې د اقتصاد د زياتوالي اندازه د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۲ اعشاريه ۴څلور سلنه زياته شوې ده او دغه راز په بهرنيو هېوادونو کې یې پانګونو د ځايي خلکو چارې او اقتصاد په خوځښت راوستلي دي.

په ۲۰۲۳م کال کې په بهرنيو هيوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو اندازه ۱۷۷ ميليارډه او ۲۹۰ ميليونه ډالرو ته رسېدلې، چې د ټولې نړۍ ۱۱ اعشاريه ۴ سلنه جوړوي او په تېرو مسلسلو ۱۲کلونو کې يې درېيم ځای خپل کړی دی.چين له نړۍ سره خپلې ګټې شريکوي، د نړيوالې ادارې په بهير کې فعال ګډون لري او د پرانيستي نړيوال اقتصاد جوړښت يې برابر کړی دی.

چين د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې د پرمختګ ستونزې حل کړي او په دې اند دی، چې د پرمختګ کارونه بايد د نړيوالو چارو مرکزي ځای ونيسي.چين د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ وړانديز او درې نور نړيوال وړانديزونه وړاندې کړي او د خطرونو او ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره له پرمختيايي هېوادونو مرستې کوي.

چين له ځينو لوېديځو هېوادونو سره مخالقت ښودلی، چې د ټېکنالوژۍ بنديزونه لګوي او د اقتصادي اړيکو د پرېکون هڅه کوي. چين د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او شريکو ګټو پر نظريې ټينګار لري او د پرمختګ لاسته راوړنې تر هر ځایه رسوي. د چين پرمختګ له نړۍ څخه نه شي جلا کېدای او د نړۍ پرمختګ هم له چين څخه نه شي بېليدای او همدغو ټکو په تېرو ۷۵ کلونو کې ثابته کړې او په راتلونکې کې به هم پر خپل حال پاتې وي.

Previous Post

د چين ۷۵ کلن سفر؛ د عصريتوب بيا تعريفول

Next Post

مومند: نړۍوال دې د کوکنارو بدیل کښت لپاره کروندګرو سره مرسته وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
مومند: نړۍوال دې د کوکنارو بدیل کښت لپاره کروندګرو سره مرسته وکړي

مومند: نړۍوال دې د کوکنارو بدیل کښت لپاره کروندګرو سره مرسته وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بښنې سازمان: د افغان کډوالو اېستل به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي

بښنې سازمان: د افغان کډوالو اېستل به د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي

مارچ 26, 2024
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: طالبان په غوره کړې لار خپلو موخو ته نه شي رسېدلی

اگست 3, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ