سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چین د دوو ملي مجلسونو د کلنۍ غونډې مانا او ارزښت څه دی؟

ليکوالانې: د چين ميډيا ګروپ خبريالانې: هيله او زرينه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 24, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د چین د دوو ملي مجلسونو د کلنۍ غونډې مانا او ارزښت څه دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دوه ډېرې مهمې غونډې د می په ۲۱ مه او ۲۲ مه نېټه په جلا توګه په بېجينګ کې پرانيستل شوې چې يوه يې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه او بله يې د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه ده.

د چين ملي ولسي کانګرس د دې هېواد تر ټولو لوړ واکمن تقنيني ارګان دی. عمده دندې يې د اساسي قانون ترميم، د اساسي قانون تطبيق څارنه، د چين د ولسي جمهوريت  د دولت رئيس او مرستيالانو  ټاکل او داسې نور دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د دې کانګرس استازي په بېلا بېلو ولايتونو، کورواکو سيمو، د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې ښارونو، د ځانګړې ادارې سيمو او پوځونو کې د ټاکنو له لارې د پنځه کلنې دورې لپاره ټاکل کيږي.

د چين تر ټولو لوی قوم د هان قوم سربيره، د نورو ۵۵ ملي لږکيو هر يو خپل استازي لري. د دغو استازو عمده دندې په دې ډول دي چې د هېواد د بېلا بېلو برخو کارونو څارنه کوي، د دغو کارونو په اړه خپل وړانديزونه وړاندې کوي، د بېلابېلو راپورونو او قانوني مسودو د څارنې په بحث کې برخه اخلي او داسې نور.

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس  د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د سياسي مشورې لپاره تر ټولو لوړ ارګان دی. د دې ارګان عمده دندې سياسي مشورې، ديموکراتيک نظارت  او په سياسي چارو کې ګډون او بحثونه کول دي.

د دې کنفرانس ملي کمېټه د چين د کمونېست ګوند، د بېلا بېلو ديموکراتيکو ګوندونو، غير ګوندي ډلو، د ملي لږکيو او د تايوان، هانکانګ، مکاو له غړو څخه جوړه شوې ده. د دغو غړو عمده دندې د سياسي چارو مشورې او د حکومت د بېلا بېلو کارونو په اړه د وړانديزونو وړاندې کول دي.

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې د غړو د ټاکنې موده هم پنځه کلنه ده.

د چين د دغو دوو مجلسونو کلنۍ غونډې هر کال د دې هېواد په پلازمينه بېجينګ کې ترسره کېږي. څرنګه چې دغه دوه کلنۍ غونډې عموماً په يو وخت کې ترسره کيږي، نو په لنډه توګه د (( دوو ملي غونډو )) په نوم ياديږي.

د اساسي قانون له مخې، د دغو دوو غونډو استازي او غړي په خپلو سيمو کې د خلکو نظرونه راټولوي او په غونډو کې يې خپل وړانديزونه وړاندې کوي. په دغو غونډو کې د هېواد د مهمو تګلارو، پاليسو او قوانينو په ګډون د بېلا بېلو برخو او مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه کيږي او د راتلونکي کال د کارونو عمومي پلانونه پکې ټاکل کيږي. نو ويل کيږي چې دغه دوه ملي غونډې د چينايانو له  ګټو سره ډېرې نږدې اړيکې لري.

له ۱۹۹۸کال راهيسې، دغه دوه غونډې هر کال په مارچ مياشت کې په بېجينګ کې ترسره کېږي. خو سږ کال د کوويد-۱۹ ويروس او ناروغۍ له کبله دغه غونډې دوه مياشتې وځنډول شولې، خو د دغو دوو غونډو پرانيستل دا پيغام ورکوي، چې په چين کې د کوويد-۱۹ ويروس او ناروغي مخنيوی شوی او په ښه توګه کنټرول شوې ده. په دې هېواد کې به د دغې ناروغۍ د وقايوي کارونو دوام ترڅنګ د اقتصاد او ژوند نظام په لا چټکۍ سره د عادي کېدو په لوري روان دی.

د يادونې وړ خبر دا ده، مخکې به هر کال شاوخوا ۳۰۰۰ زره بهرني او چيني خبريالان د دغو غونډو د پوښښ او راپور ورکولو لپاره بېجينګ ته راتلل، خو سږ کال د کوويد-۱۹ د ساري ناروغۍ له امله خبريالان د غونډو له برخوالو استازو او غړو سره د مخامخ مرکو پر ځای تر ډېره په ليکلې بڼه يا انلاين ويډيويي مرکې کوي.

Previous Post

چین:د افغانستان حالات په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دي

Next Post

ولسمشر غني د دوه زره نورو طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان نن صادر کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ولسمشر غني د دوه زره نورو طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان نن صادر کړی

ولسمشر غني د دوه زره نورو طالب زندانیانو د خوشي کولو فرمان نن صادر کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

رویټرز: بهرني سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستانه نه وځي

رویټرز: بهرني سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستانه نه وځي

جنوري 31, 2021
انترنت بیشتـر، فـوایـد بیشتـر

انترنت بیشتـر، فـوایـد بیشتـر

جولای 6, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved