د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسولینو د صنعت اونۍ د نمانځنې په موخه د جوړ شوي نندارتون په پایغونډه کې ویلي، چې دې نندارتون کې له بهرنیو شرکتونو سره ۱۵ تړونونه هم لاسلیک شوي دي. له دې سره د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د سرپرست حکومت په راتګ سره له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستنه زیاته شوې ده. نوموړی وايي، یو شمېر هېوادونه نه غواړي، چې افغانستان اقتصادي ځان بسیاینې ته ورسېږي. بلخوا د کابل د صنعت کارانو رییس وايي، هېواد د ابادۍ پر لور روان دی او ځوانانو ته ورځ تر بلې کاري زمینې برابریږي. د مسوولینو په وینا د صنعت اونۍ نړۍوال نندارتون په ۸۰۰ غرفو کې چې ۲۰۰ یې مېرمنو ته ځانګړې شوې وې. بېلابېل کورني او بهرني تولیدات پکې نندارې ته اېښودل شوي وو.












