سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د کاروبار د پرمختګ لپاره دغه عادتونه اړین دي!

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 9, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
د کاروبار د پرمختګ لپاره دغه عادتونه اړین دي!
661
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

که کار پنځوونکی یا د یوې ادارې مدیر یاست او یا هم غواړی نوی کار پیل کړی، نو ښه ده چې ځینې داسې عادتونه خپل کړئ چې پر خپلو توليدوونکو توکو او هغو کسانو چې له تاسو سره کار کوي، مثبت اغېز ولري. له دې سره په څنګ کې هغه څه ته چې غواړی ورسېږی، نو  باید له یوې منظمې او مخکې ازمویل شوې تګلارې ګټه واخلئ او ګام پر ګام مخ ته ولاړ شئ.

په دې لیکنه کې ۱۰ هغو عادتونه ته اشاره شوې چې په شخصي او کاري ژوند کې مو د مثبت بدلون لامل کېږي.

کله مې چې د لومړي ځل لپاره د یوه کار پنځوونکي په توګه کاروبار پیل کړ، له ځانه مې پوښتنه وکړه، څه شی د دې لامل شول چې دې ځای ته را ورسېدم؟ اعتبار، پیسې او د نورو ستاینه او هڅونه هغه څه وو، چې زه یې دې ځای ته را ورسولم. د تېر عمر په اړه مې چې فکر کوم، زه ډېر نېکمرغه انسان وم؛ ځکه ما له ډېرو ارزښتناکو کسانو سره اړیکه درلوده، دوې اړخیزې اړیکې مې ځکه ګټورې وې چې د دواړو خواوو په ګټه وې، نه یوازې زما په ګټه؛ ځکه یو انسان په تېره بیا مسلمان باید دا ځانګړنه ولري، هغه څه چې د ځان لپاره خوښوي، باید د نورو لپاره یې هم خوښ کړي او ګټه یې ورته ورسېږي. دې هر څه ته رسېدل ناڅاپي نه وو، بلکې د ور رسېدو لپاره مې تل د زده کړو هڅه هم کړې ده.

۱-  د خلکو خبرې واورئ او د مرستې لاس ورکړئ

د نورو خبرو ته غوږ نیول او ورته پام کول په کاروبار کې ډېر اړین دي. کېدای شي چې د مقابل کس خبرې تاسو ته ارزښت ونه لري او یا هم ستاسو په کاري ژوند کې ډېرې مهمې نه وي. په رسمي مجالسو کې ډېرې خبرې په دې جملې پای ته رسېږي: «زه څه خدمت درته کولی شم؟» په دې جمله کې ډېر لوی ځواک پروت دی او همدا یوه جمله کولی شي له مقابل کس سره ستاسو کاري اړیکې قوي او ژورې کړي.

۲- اړینې خبرې در سره لیکئ

کله چې تاسو د مقابل کس سپارښتنې او غوښتنې اوری، درسره نوټ یې کړئ. کله چې تاسو یو څه له ځان سره یادداشت کوی، له موقتې حافظې څخه مو ځي او په دایمي حافظه کې مو ځای نیسي. دغه څه مو پر عادت بدلېږي او د اړتیا په صورت کې یې ژر په یاد راوړلی او ګټه ترې اخیستلی شی.

۳- زړه سواندي اوسئ

مهربانه او زړه سواندي اوسئ. دغه څه مو پر یوه تلپاتې عادت بدل کړئ. هڅه وکړئ چې هېڅکله هم په غوسه نه شی. دا مه هېروئ چې عاقلانه او له زړه سوي څخه ډکې کړنې تل ښه پایله لري. په اصل کې دغه څه تاسو ته چانس په لاس درکوي چې له نورو سره په اسانۍ اړیکه ټینګه کړی.

۴- اړیکې مو پراخې او ښې کړئ

په دې  وروستیو کې مو د انټرنېټ له لارې د کاري اړیکو په اړه د ۲۰ کسانو نظرونه واخیستل. په زړه پورې خو دا ده چې ۱۹ کسانو یې د خپل کاروبار د پرمختګ اصلي لامل ښې او تلپاتې اړیکې په ګوته کړې وې. ډېری وختونه په یوه مناسب وخت کې یوازې (جوړ په خیر) هم کولی شي ستاسو لپاره د یوې دایمي کاري اړیکې لامل شي.

۵- څه مو چې ویل، عمل پرې وکړئ

یوې لویې غونډې ته بلل شوی وم، د زیاتو واورو له کبله ډېری بلل شویو کسانو په غونډه کې له ګډون کولو ډډه وکړه. د غونډې جوړوونکو ته مې ډاډ ورکړ چې زه به هرو مرو ستاسو په غونډه کې ګډون کوم. د دې لپاره چې غونډې ته پر وخت  ځان ورسوم، له خپلو ټولو امکاناتو مې کار واخیست. که په خپلو کړو ژمنو عمل وکړی، کولی شی د نورو خلکو پام در جلب کړی او یوه ښه کاري اړیکه رامنځته کړی.

۶- په اداره کې باید ځانګړي او د راز خلک ولرئ

که مو له یو چا سره کاري اړیکه خرابه شوې وي، بیا یې نو په اړه ډېر فکر مه کوئ. په شاوخوا کې مو ډېر نور کسان شته چې له تاسو سره کار کوي. هغوی ته ارزښت ورکړئ چې له لاسه یې ور نه کړئ. تر اوسه پورې دویم ځلي کاري اړیکې جوړولو هېڅ پایله نه ده ورکړې؛ ځکه اعتبار د ملغلرې اوبو ته ورته دی، چې یو ځل له منځه ولاړ شي، بیا نه راګرځي. ځان غوښتونکي مه اوسئ او دغه کسان بې ارزښته مه ګڼئ؛ ځکه دغه کسان ستاسو د کارکوونکو، مدیرانو او شریکانو په توګه ستاسو په کاري ژوند کې ډېر ارزښت لري.

۷- حقیقت قبول ومنئ

کله چې له حقیقت او ښه کار سره مخ کېږی، نو ويې منئ. د ځان غوښتنې ناروغۍ ته مو په زړه کې ځای مه ورکوئ. ښه ده چې ووایی: «ډېر ښه» او یا «زه باوري یم چې دا کار به دې د ټولو خوښ شي». د نورو د کار تاییدول او قدر یې کول، د لویو وګړو کار دی، دغه څه مو عادت وګرځوئ.

۸- خلک په ډالیو نازوئ

د ډالۍ اخیستلو پر وخت یوازې خپله ګټه په پام کې مه نیسئ، بلکې هغه احساس ته هم پام وکړئ چې مقابل کس یې د ترلاسه کولو پر مهال باید ولري.

۹- د کارکوونکو او همکارانو ځانګړې ورځې په یاد ساتئ

د هغو کسانو کلیزه او د واده ورځ په یاد ولرئ چې له تاسو سره کار کوي. کولی شی په داسې ورځ خپلې نېکې هيلې یوازې د یوې ټليفوني اړیکې، پیغام او ایمېل په وسیله له خپل همکار او کارکوونکي سره شریکې کړی او مبارکي ورکړئ. دغه کړنه مو کاري اړیکې ته قوت وربښي.

۱۰- په ټوله کې باید ښه عادتونه خپل کړئ

دا سمه ده چې ښه عادتونه مو په کاري محیط کې د بریا لامل کېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې دغه ښه کارونه یا عادتونه یوازې په کاري محیط کې باید ولری، بلکې له کار پرته د ژوند په ټولو چارو کې ترې ګټه واخلئ. دوستان، کورنۍ، د ژوند ملګری/ملګرې او نور هغه کسان چې تاسو ورسره سروکار لری، ستاسو دې ډول عادتونو ته اړتیا لري، نو که غواړی د ژوند په ټولو چارو کې بریالی وی، ښه عادتونه مو د ژوند برخه وګرځوئ.

Previous Post

ایران: ترکیه د ایراني کردانو د پارولو هڅه کوي

Next Post

د خلیلزاد نوی سفر، بین الافغاني خبرې، ستونزې او خنډونه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
د آخوندي رژیم د وحشتونو دوام او د متفاوت غبرګون اړتیا

د خلیلزاد نوی سفر، بین الافغاني خبرې، ستونزې او خنډونه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ترکیې په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده

ترکیې په افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده

نوومبر 30, 2020
ایران او جرمني پر زیاتېدونکې نا امنۍ اندېښنه ښودلې

ایران او جرمني پر زیاتېدونکې نا امنۍ اندېښنه ښودلې

نوومبر 8, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved