د کاپیسا د مرکز محمودراقي ښاروالي مسوولین وايي چې په روان کال کې یې ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید را ټول کړي دي. د محمودراقي ښاروال عبیدالله حُسام ویلي، دغې ادارې د نورو فعالیتونو تر څنګ، په روان کال کې ۶۱ میلیونه افغانۍ ثابت او ناثابت عواید را ټول کړي چې ۵۵ میلیونه افغانۍ یې د تنخواوو، لګښتونو او پرمختیايي پروژو برخو کې لګولې دي.












