د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکي او مسوولین وايي، کجکي بند ته له ورغلي سیند هره ورځ د سلګونه واټرپمپونو په وسیله اوبه ایستل کېږي او دغه کار په بند کې د اوبو د کمېدو لامل ګرځېدلی دی. د یاد ولایت د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پر درې کلنې وچکالۍ سربېره هره ورځ د کجکي بند له شاوخوا په غېرقانوني توګه د سلګونو واټرپمپونو په وسیله اوبه ایستل کېږي چې له امله یې په بند کې په کافي اندازه اوبه نه راټولېږي. دوی وايي چې دې چارې ان د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی. بلخوا په هلمند کې د یو شمېر صنعتي کارخونو مسوولین هم د برېښنا نشتو له امله شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د کجکي بند ته له ورغلي سینده د واټرپمپونو په وسیله د اوبو ایستلو مخه ونیسي.












