د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ د دې وزارت یوه پلاوي، د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی. ټاکل شوې د دې سفر په ترڅ کې افغان پلاوی د افغانستان په کرنې او مالدارۍ سکتور کې شته فرصتونه ایراني پانګوالو ته معرفي کړي او هغوی ته به د پانګونې لپاره لازم ډاډ ورکړي. همدارنګه افغان پلاوی به د ایران د جهاد کرنې وزارت له مسوولینو سره لیدنه وکړي او د کرنې په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وکړي.











