چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د کرونا د مخنیوي په موخه د افغانستان په ګډون له ۸۹ هېوادونو سره د چین مرستې

ليکواله: زرينه ؛ د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2020
in افغانستان, ليکنې او تحلیلونه
0
د کرونا د مخنیوي په موخه د افغانستان په ګډون له ۸۹ هېوادونو سره د چین مرستې
2.8k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنټرول په برخه کې ډېرې د پام وړ لاسه راوړنې لري.  خو په عين وخت کې په نړۍ کې د ويروس د خپرېدا حالت د اندېښنې وړ دی، د امريکا د جانس هاپکنس پوهنتون شمېره ښيي چې د بېجينګ پر وخت د مارچ د ۲۸ مې نېټې د سهار تر شپږو بجو څلوېښتو دقيقو پورې ناول کرونا ويروس د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته سرايت کړی دی، ۵۹۱۸۰۲ کسان پرې اخته شوي او ۲۶۹۹۶ کسان مړه شوي دي. افغانستان کې هم له سلو ډېرې مثبتې پېښې ثبتې شوې دي. د ناروغۍ بحران د انسانانو پر وړاندې ګډه ننګونه ده، د نړيوالتوب په زمانه کې د بېلا بېلو هېوادونو برخليک يو پر بل اغېزه لري، انسانان يوازې د ګډ برخليک ټولنې مفکورې پر اساس د بشري ټولنې وده موندلی شي.

د چين او افغانستان لا وړاندې داسې ملګري شوي چې برخليک يې يو له بل سره تړلی او خپلمنځي اړيکې يې د نوي کرونا ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې لا پياوړې شوې دي. دوه مياشتې وړاندې کله چې چين د ويروس سره په مبارزه کې په سختو هلو ځلو بوخت و، د افغانستان مشرانو او چارواکو چين ته د همدردۍ مراتب او ملاتړ څرګند کړي وو. په خواله رسنيو کې هغه ويډيوګانې ډېرې لېدل کيږي چې افغان دوستان پکې وايي: چينه تکړه شه! ووهانه تکړه شه! آن ځينو افغان محصلينو چې په چين کې زده کړې کوي او په رخصتۍ افغانستان ته ستانه شوي، کابو شل زره ماسکونه واخيستل او د چين سفارت ته يې سپارلي دي. د چينايانو په ډېره ستونزمنه موده کې افغانان ورسره ټينګ ولاړ پاتې شوي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

يو چيني متل دی وايي چې (څوک چې ماته شفتالو راکړي، په ځواب کې به قيمتي ډبرې ورکړم.)  اوسمهال په چين کې د نوي کرونا ويروس د خپرېدا حالت ښه دی او کنترول شوی، چينايان د ويروس مخنيوي مبارزې ته د دوام ورکولو ترڅنګ هم تر خپلې وسې پورې نورو هېوادونو ته مرستې برابروي. د مارچ تر ۲۶ مې نېټې پورې چين ۸۹ هېوادونو او ۴ نړيوالو سازمانونو ته د مرستو ورکولو اعلان کړی دی. افغانستان ته د چين د مرستندويه طبي توکو او موادو د لومړۍ جوپې ليږل پيل شوي او ژر به کابل ته ورسيږي چې پکې د ويروس د معاينې کېټونه او د اکسيجن تنفس او د هوا پاکوونکو ماشينونو په ګډون څو ډوله نور اړين طبي وسايل شامل دي. سربيره پردې چين له څه باندې سلو هېوادونو سره نیږدې ۳۰ ويډيويي روغتيايي کنفرانسونه ترسره کړي او پکې چيني طب پوهانو خپلې تجربې شريکې کړې دي. د افغانستان حکومتي چارواکو او د طب پوهانو د مارچ په ۲۰ مه نېټه په يو کنفرانس کې ګډون کړی او د مارچ په ۲۹ مه نېټه به پر ناول کرونا ويروس د ناروغانو په درملنه کې د چيني دوديز طب د کارولو په اړه يو بل ويډيويي کنفرانس کې هم ګډون وکړي. د حکومت له مرستو سربيره، چيني تصدۍ هم له بهرنيو هېوادونو سره مرستو ته راغلې دي. د چين مشهورې انټرنيټي تصدۍ علي بابا ګروپ د مارچ په ۱۸مه نېټه (covid-19.alibabacloud.com) ويبسايټ پرانيست چې په دې سره يې بهرني طبي پوهان او ډاکټران په انلاين ډول له چيني طبي پوهانو او ډاکټرانو سره خبرې کولی شي او تجربې ترې تر لاسه کولی شي. د چين لوی سوداګر ما يون اعلان وکړ چې د ده صندوق به د افغانستان په ګډون لسو هېوادونو ته ۱۸ لکه ماسکونه،  ۲ لکه۱۰ زره د معاينې کېټونه، ۳۶ زره د خونديتابه جامې او نور طبي وسايل ورکړي. همدارنګه د چين د هو نان ولايت د ان بانګ په نوم شرکت هم کابل ته ۱۵۰۰ بستې چيني دوديز درمل ليږلي دي.

”نړيواله ټولنه اوسمهال ټينګ باور، يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري، هراړخيزې نړيوالې همکارۍ دې پياوړې او ځواکمن او متحد قوت دې جوړ شي، څو له دغې سختې ساري ناروغۍ سره د بشر په روانه مبارزه کې برياليتوب تر لاسه شي. “ دغه غوښتنه د مارچ د ۲۶مې نېټې په شپه له نوي کورونا ويروس سره د مبارزې په سر د جي -۲۰ ډلې په ځانګړې سرمشريزه کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ وکړه. له دې غوښتنې څخه د يووالي، همکارۍ او همغږۍ  پيغام ورکړل شوی او څرګنديږي چې چينايان د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادولو مفکورې د عملي کولو په هڅه کې دي. راځئ چې په ګډې همکارۍ سره د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړو او د انسانانو ګډ برخليک وساتو!

Previous Post

روغتیا وزارت: که خلک ګرځبندیز مراعت نه کړي، امنیتي ځواکونه به لاس په کار شي

Next Post

کرونا؛ په ایران کې جعلي خبرونو سلګونه کسان مړه کړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کرونا؛  په ایران کې جعلي خبرونو سلګونه کسان مړه کړي

کرونا؛ په ایران کې جعلي خبرونو سلګونه کسان مړه کړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Aloha King Elvis Online Slot Machine Play For Free And With Money

سپتمبر 8, 2025
د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

اپریل 20, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved