سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کرونا نوې څپه او افغانستان ته ور پېښ ګواښ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 26, 2021
in تبصرې
0
د سولې ورکې هڅې او د جګړې زیاتوالی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د افغانستان د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو په ګډون، ځینې هېوادونه د کرونا یوې نوې څپې لاندې کړي دي. یوازې په هند کې په دریو ورځو کې تر یو میلیون زیات کسان پر کرونا اخته شوي او زرګونه کسان یې وژلي دي. دغه راز په ایران کې هم د کرونا نوې څپه خوره شوې چې ډېر کسان پرې اخته شوي دي. په ځینو نورو هېوادونو کې همدا حال دی. په افغانستان کې په رسمي ډول د نوې څپې په اړه څه نه ویل کېږي، خو اوس هم خلک پر کرونا اخته کېږي او معلومه نه ده چې دا نوې څپه ده او که څنګه.

د کرونا نوې څپه د افغانستان ځنډو ته را رسېدلې ده، خو په افغانستان کې تدابیر په نشت حساب دي. داسې وېره ده چې د کرونا نوې څپه به افغانستان ته راشي او له دې امله چې دلته ورته هېڅ ډول تدابیر نشته، نو ډېره مرګ‌ژوبله به هم واړوي. له بده مرغه په افغانستان کې نه د کرونا د راتګ د مخنیوي لپاره کوم څه کېږي او نه هم بیا د ناروغانو د درملنې لپاره امکانات شته. د کرونا د مخنیوي لپاره تر ګردو مهمه او اساسي لاره دا ده چې د راتګ مخنیوی یې وشي. مخکې له دې چې کرونا خوره شي، باید حکومت ټول تدابیر ونیسي چې نوې څپه افغانستان رانه شي. ټول هغه کسان چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو راځي، باید د کرونا ټېسټ یې وشي. همدا اوس د افغانستان او هند تر منځ ډېر پراوزونه دي او د دې تر څنګ د نورو هغو هېوادونو او افغانستان تر منځ هم پروازونه شته، چې د کرونا نوې څپه پکې خوره شوې ده. له بده مرغه له همدغو هېوادونو افغانستان ته خلک راځي، خو هېڅ ډول تدابیر ورته نشته. حیرانوونکې دا ده چې که هر څوک له افغانستان څخه هر هېواد ته ورځي، باید د کرونا ټېسټ یې کړی وي او پایله یې منفي وي، خو که افغانستان ته راځي، بیا ترې څوک د کرونا د ټېسټ پوښتنه نه کوي. له همدې امله د کرونا د نوې څپې د راتګ وېره جدي ده.

اوس پکار ده چې نور دا بې غوري ونه شي. د هند په ګډون له هر هېواد څخه چې څوک راځي، هم باید تر پرواز مخکې یې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ټېسټ کړی وي او پایله یې منفي وي او هم چې کله افغانستان ته راځي، دلته باید په هوايي ډګر او نورو ډګرونو او پولو کې یې د کرونا ټېسټ وشي. دا کسان باید آن تر ۱۴ ورځو پورې تر څار لاندې وي. همدا د کرونا د مخنیوي اغېزناکه لاره ده. خو که د کرونا نوې څپه راغله او خپره شوه، نو بیا یې نه په کرنټین مخه نیول کېږي او نه هم زموږ روغتونونه او روغتیايي سیستم دا وړتیا لري چې لازمه درملنه یې وکړي. له همدې امله چارواکي باید نور غفلت پرېږدي او په جدي ډول په دې برخه کې ګامونه واخلي، څو موږ د کرونا له نوې مرګونې څپې خوندي شو.

Previous Post

کرنې وزارت: په هېواد کې د چهارمغزو د تولید کچه نږدې ۱۵زره مټریک ټنو ته رسېدلې

Next Post

په روژه کې د ورځې لخوا ورزش کول تاوان لري

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په روژه کې د ورځې لخوا ورزش کول تاوان لري

په روژه کې د ورځې لخوا ورزش کول تاوان لري

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

یوناما: د هرات د تېر کال زلزله ځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري

یوناما: د هرات د تېر کال زلزله ځپلي لا هم مرستو ته اړتیا لري

اکتوبر 7, 2024
بایډن امریکا ته؛ د افغان کډوالو د ورتلو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

بایډن امریکا ته؛ د افغان کډوالو د ورتلو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

جولای 24, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved