سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کرونا په اندېښنه کې د سولې ورکې هڅې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 18, 2020
in تبصرې
0
د کرونا په اندېښنه کې د سولې ورکې هڅې
1.1k
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د کرونا له وېرې او اندېښنو سره د سولې پروسه یو ډول له پامه لوېدلې ده. ټاکل شوې وه چې اته ورځې وړاندې بین الافغاني خبرې پیل شي، خو نه یوازې چې خبرې پیل نه شوې، بلکې د حکومت له اړخه آن مرکچي پلاوی هم نه دی ټاکل شوی. که څه هم محمد اشرف غني د لوړې مراسمو په ورځ ژمنه وکړه چې د مارچ په لسمه به پلاوی اعلان کړي، خو دا دي نهه ورځې وروسته هم پلاوی نه دی اعلان شوی. له بله اړخه د بندیانو د تبادلې په برخه کې هم د حکومت ژمنې او د ولسمشر فرمان نه دی عملي شوی او دا چاره هم د دې سبب شوې چې د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې خنډونه ډېر شي.

کرونا جدي ګواښ دی، خو زموږ لپاره جګړه تر کرونا په زرګونو ځله خطرناکه ده. په ټوله نړۍ کې کورنا دومره کسان نه دي وژلي، لکه موږ چې هر کال په جګړه کې وژل کېږو. په ټوله نړۍ کې پر کرونا دومره کسان اخته شوي، لکه له ۲۰۰۱ ز کال څخه تر اوسه چې څومره افغانان په جګړه کې وژل شوي دي. له همدې امله کرونا باید جدي وګڼل شي، تدابیر ونیول شي او پر ضد یې مبارزه وشي، خو موږ باید د جګړې خاتمه او سوله هېر نه کړو. کرونا به ختمه شي، خو موږ به د جګړې کرونا همداسې وژني. له بده مرغه اوس داسې ښکاري چې د سولې لپاره هڅې او د سولې غوښتنې د کرونا د وېرې او اندېښنو تر سیوري لاندې راغلي دي.

حکومت پرله پسې په دې چاره کې ناغیړي کوي او خنډونه جوړوي. آن تر اوسه پورې یې پلاوی نه دی اعلان کړی. که څه هم حکومت وايي چې په دې اړه یې له سیاسي ګوندونو او سیاستوالو سره مشورې کړې دي او اعلان به یې کړي، خو له بیا بیا ژمنو سره سره نه یوازې پلاوی اعلان نه شو، بلکې سیاسي ګوندونه او سیاستوال وايي چې حکومت ورسره په دې تړاو هېڅ ډول مشورې نه دي کړې. له دې ښکاري چې حکومت لا هم خلکو ته دروغ وايي او غواړي چې د پلاوي ټاکل او اعلانول وځنډوي. دا ډول دروغ او د پلاوي نه ټاکل یوازې له سولې سره مخالفت او د جګړې دوام ته د لارې پرانیستلو په مانا دي. که نه، دا څنګه شونې ده چې حکومت دې په یوه کال کې یوازې یو پلاوی ونه شي ټاکلی چې ۱۵ غړي ولري؟! کله چې حکومت بیا بیا وايي چې طالبان دې له موږ سره خبرو ته حاضر شي، خو دوی د خبرو لپاره پلاوی ونه لري، نو په واقعیت کې دوی خبرو ته هېڅ ډول تیاری نه لري او دا غوښتنې یې هم یوازې د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو لپاره دي.

اوس پکار ده چې سوله غوښتونکي سیاستوال او سیاسي ګوندنونه په دې برخه کې جدي غبرګون وښيي. دوی باید له ولس سره په ګډه د سولې پروسه او بین الافغاني خبرې جدي وګڼي. که حکومت پلاوی نه ټاکي، د ولسي استازو او د سیاسي ګوندونو د استازو په ګډون دې یو پلاوی له طالبانو سره خبرې پیل کړي او له حکومت سره دې واضح او پرېکنده چلند وکړي، څو موږ د جګړې له کرونا خلاص شو او سولې ته ورسیږو.

Previous Post

ورزش مو د بدن دفاعي ځواک لوړوي

Next Post

د هغه څه په اړه چې نه یې لری، اندېښنه مه کوئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د کرونا په اندېښنه کې د سولې ورکې هڅې

د هغه څه په اړه چې نه یې لری، اندېښنه مه کوئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بریتانیا راتلونکي کال کې ۳۵۰۰ نورو افغانانو ته پناه ورکوي

بریتانیا راتلونکي کال کې ۳۵۰۰ نورو افغانانو ته پناه ورکوي

اگست 26, 2022
د چین او دومینیک مشرانو د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۲۰مې کلیزې په مناسبت یو بل ته مبارکي وویله

د چین او دومینیک مشرانو د دواړو هېوادونو د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۲۰مې کلیزې په مناسبت یو بل ته مبارکي وویله

مارچ 23, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved