چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کلیوالي سیمو تنکیو ځوانانو لپاره د سالمو بوختیاوو اهمیت

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 24, 2024
in تبصرې
0
د کلیوالي سیمو تنکیو ځوانانو لپاره د سالمو بوختیاوو اهمیت
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

په افغانستان کې د کلیوالي سیمو تنکي ځوانان او ماشومان د زده کړو تر څنګ نورو سالمو بوختیاوو ته اړتیا لري، چې په دې سره د دوی ذهنیتونه او ژوند مثبت لوري ته سوق شي. په داسې حال کې چې زده کړې د دوی راتلونکي لپاره بنسټیز رول لري، خو د زده کړو ترڅنګ نورې سالمې بوختیاوې لکه مطالعه ، لوبې، او سپورتي فعالیتونه هم د تنکیو ځوانانو په ژوند کې اساسي اهمیت لري. په خواشینۍ سره، نن ورځ په ډېرو کلیوالي سیمو کې د دغو فعالیتونو لپاره مناسب فرصتونه نشته، چې دا چاره کولای شي تنکي ځوانان له زیاتو ناوړه پایلو سره مخ کړي.
د زده کړو ترڅنګ نورې سالمې بوختیاوې لکه مطالعه ، سپورت، او هنري فعالیتونه د ځوانانو په ذهني او فزیکي پرمختګ کې مهم رول لري. دا بوختیاوې دوی ته دا فرصت برابروي چې خپل وخت په مثبته توګه مصرف کړي او د بدني او ذهني روغتیا په برخه کې هم پرمختګ وکړي. فوټبال، والیبال، کرکټ او نور سپورتي فعالیتونه نه یوازې د ځوانانو د بدني فټنس لپاره ګټور دي، بلکې دوی ته د ټیم کار، همکارۍ، او د سیالۍ د اصولو زده کړه هم ورکوي.
کتابتونونو کې مطالعه کولی شي د زده کړو ترڅنګ د تنکیو ځوانانو په فکري ودې کې مهم رول ولوبوي. دغه فعالیتونه کولی شي چې ځوانان د نوې پوهې او مهارتونو په لور سوق کړي او د دوی په ذهني وده کې مرسته وکړي. له بده مرغه، په ډېرو کلیوالو سیمو کې دغه ډول بوختیاوې شتون نه لري، چې دا حالت کولی شي د ځوانانو راتلونکې ته جدي زیان ورسوي.
د سالمو بوختیاوو نشتوالی کولی شي په تنکیو ځوانانو او ماشومانو کې د بې هدفۍ، ژور خپګان، او د نشه یي توکو او ناوړه کړنو لور ته تمایل رامنځته کړي. کله چې ځوانان او ماشومان د زده کړو څخه بهر په هیڅ مثبت فعالیت کې بوخت نه وي، نو دوی ممکن په غیرسالمو کړنو کې ښکیل شي، چې پایلې یې کولی شي نه یوازې د دوی راتلونکی ویجاړ کړي، بلکې ټولنې ته هم زیان ورسوي.
د دې حالت په پام کې نیولو سره، افغان سرپرست حکومت او ملي پانګوال یو جدي مسوولیت لري چې په کلیوالو سیمو کې د تنکیو ځوانانو لپاره سالمې بوختیاوې برابرې کړي. حکومت باید په کلیوالو سیمو کې د سپورتي میدانونو، د مطالعې د کلپونو، او نورو سالمو بوختیاوو لپاره اړین تدابیر ونیسي.
افغانستان یو ځوان نفوس لري او دا ځوانان د هېواد راتلونکی دی. که چیرې حکومت او پانګوال په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي، نو موږ کولی شو د یوه روښانه راتلونکي په لور حرکت وکړو. په پای کې، دا زموږ ټولو مسوولیت دی چې د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره اړین فرصتونه برابر کړو، تر څو دوی په خپل هېواد کې په یوه مثبت او رغنده لوري کې پرمختګ وکړي.

Previous Post

پاکستان کې د پولیو شپاړلسمه پېښه ثبت شوې

Next Post

په کابل کې د پاسپورټ لپاره انلاین نوملیکنه نن پیل شوه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
په کابل کې د پاسپورټ لپاره انلاین نوملیکنه نن پیل شوه

په کابل کې د پاسپورټ لپاره انلاین نوملیکنه نن پیل شوه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

متقي او مردوف د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

متقي او مردوف د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

جنوري 28, 2026
نیویارک ټایمز: پاکستان د پراخو ګډوډیو رامنځته کېدل شوني دي

نیویارک ټایمز: پاکستان د پراخو ګډوډیو رامنځته کېدل شوني دي

اگست 23, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved