د کندهار-هرات پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوولس کسه وژل شوي دي. د راپورونو له مخې پېښه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې شوې ده. د هرات د والي ویاند وایي چې پېښه د مسافر وړونکي ۴۰۴ ډوله او یوه فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده. غلام جیلاني فرهاد وايي چې په پېښه کې یوولس کسه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. نوموړی د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي. د کندهار-هرات لویه لار ډېر وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ددغه ډول بوږنوونکو پېښو شاهدې وي چې ګڼو افغانانو ته یې له امله مرګ ژوبله اوړي.












