سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د کورنۍ جګړې خطر رښتیا هم جدي دی؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 28, 2021
in تبصرې
0
د کورنۍ جګړې خطر رښتیا هم جدي دی؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې که له سولې مخکې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، نو په افغانستان کې به کورنۍ جګړې رامنځ ته شي. نوموړي پر طالبانو تور پورې کړی چې تاوتریخوالی یې زیات کړی او سوله نه غواړي. نوموړي دغه راز ویلي چې دوی د ترکیې غونډې ته پر چمتووالي بوخت دي.

افغان حکومت په داسې وخت کې دا څرګندونې کوي، چې تازه د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي تر مې میاشتې له افغانستان د ځواکونو وتل سخت دي. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بهرنیو ځواکونو د وتلو په برخه کې پر لنډ ځنډ بحث روان دی. داسې ویل کېږي چې ښايي دا پروسه درې میاشتې وځنډیږي. که څه هم طالبانو ویلي، چې دا کار د دوحې د هوکړې نقض دی، خو ویل کېږي چې که طالبانو ته د بندیانو د خلاصون، له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل او په ځینو نورو برخو کې امتیازات ورکړل شي، نو ښايي پر یو لنډ ځنډ هوکړه وکړي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

که طالبان دا ځنډ ومني، بیا هم امریکایي ځواکونه مجبور دي چې ووځي او دا هېڅکله د سولې پروسې د یو مخ لغوه کېدو مانا نه لري. له همدې امله حکومت او طالبان اړ دي چې یو له بل سره توافق وکړي. که بهرني ځواکونه ووځي او بین الافغاني توافق ونه شي، دا خبره جدي ده چې سخته کورنۍ جګړه به وشي. که څه هم موږ اوس په جګړه کې یو، خو تر دې به سخته، خونړۍ او پراخه جګړه وشي. دا حالت باید دواړه لوري درک کړي. که طالبان فکر کوي چې بهرني ځواکونه به ووځي او دوی به په زور هر څه وکړي، تېروتنه کوي، ځکه چې له امریکا پرته ګڼ نور سیمه‌ییز هېوادونه هم شته چې د طالبانو پر ضد د جنګېدونکو کسانو سره به مرستې کوي. دا سمه ده چې طالبان به برلاسي وي، خو دا په دې مانا نه ده چې طالبان به خپل ټول مخالفین مات کړي. له بله اړخه که حکومت دا فکر کوي چې امریکایان به ونه وځي، تېروتنه کوي. امریکايي ځواکونه وځي، ښايي څو میاشتې ځنډ وکړي، خو بیا هم مجبور دي چې ووځي. حکومت به اوس پوره احساس کړې وي چې امریکا ورته یو مخ شا کړې او آن د امریکا ولسمشر په کابل کې د خپل سیال واکمن نوم هم نه دی زده او هغه ته کیاني وايي. له همدې امله پر امریکا حساب سم نه دی.

د جګړې دواړه اړخونه باید درک کړي چې دوی له بین الافغاني توافق پرته بله چاره نه لري. له بین الافغاني توافق پرته بله لاره یوه چټله کورنۍ جګړه ده چې ټول زیان یې افغان ولس ته رسېږي او هېڅوک به پکې بریالي نه شي. له همدې امله پکار ده چې دواړه اړخونه د خنډونو او ستونزو د جوړولو پر ځای ستونزې او خنډونه لرې کړي. دوی باید ټوله هڅه وکړي چې بین الافغاني توافق وشي او افغانستان ته سوله راشي. له دې پرته بهرني ځواکونه وځي او دواړه اړخونه هغسې جګړې ته روان دي چې هېڅ افغان یې نه غواړي.

Previous Post

محب: د امریکایي سرتېرو؛ وتل به افغانستان کورنیو جګړو کې ښکېل کړي

Next Post

اوبه خوندي کړئ چې ژوند مو خوندي شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
اوبه خوندي کړئ چې ژوند مو خوندي شي

اوبه خوندي کړئ چې ژوند مو خوندي شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

سرپرست حکومت: د ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان کورنۍ مسئله ده

سرپرست حکومت: د ټولګډونه حکومت جوړېدل د افغانستان کورنۍ مسئله ده

اکتوبر 2, 2023
د خامنه ای تر وژنې وروسته، د ايران راتلونکی وضعيت به څنګه وي

د خامنه ای تر وژنې وروسته، د ايران راتلونکی وضعيت به څنګه وي

مارچ 2, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved